اروپايي ټولنه له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي چې د ټاکنو په بهیر کې د روڼتیا د تامین لپاره لا زیات اقدامات ترسره شي.
که څه هم د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په روڼوالي او عادلانه والي کې د رایې ورکوونکو د بایومېټریک کېدو له الو څخه کار اخیستل یو مهم ګام بولي خو اروپايي ټولنه وايي، اړتیا ده ترڅو په دې برخه کې لا ډېر اقدامات ترسره شي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون وايي چې د انتخاباتو په بهیر کې اصلاحات باید په داسې بڼه وي چې پایله یې د افغانستان ۳۵ مېلیوني نفوذ ته د منلو وړ وي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:« کله چې موضوع په هېواد کې د ډیموکراسۍ پیاوړتیا ته ورګرځي، نو د ټاکنو روڼوالی زموږ د اجنډاو په سر کې ځای لري. د دې ترڅنګ شونې ده د بایومېټریک له دستګاوو څخه په کار اخیستنه کې پرمختګ شوی وي. اړتیا ده ترڅو په ټاکنو کې د روڼوالي په موخه ځیني تائیدي اقدامات او اصلاحات ترسره شي چې دغه ټاکنې د پنځه دیرش مېلیون افغانانو لپاره د منلو وړ وګرځي.»
په همدې حال کې یو شمېر سیاسي بهیرونه وايي، تر اوسه ټاکنو کمېسیون له دې دستګاوو څخه د کار اخیستنې لپاره سمه کړنلاره نه لري.
د افغانستان د ستر ملي ایتلاف غړی فضل الرحمان اوریا وايي:«زموږ ځينې خویندې په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې حاضرې نه دي، چې د بایومېټریک د ثبت لپاره پړونی له مخ لیرې کړي، نو د دې لپاره یوې کړنلارې ته اړتیا ده.»
له دې سره جوخت دغه سیاسي ګوندونه له دې دستګاو څخه د کار اخیستو د څرنګوالي په اړه اندېښمن دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې ځينو ته د دغو دستګاوو د استفادې د لارو چارو روزنه ورکړل شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي څرګنده کړه:«۲۵۰ تنه مو له دغه سیسټم سره بلد کړي او ټاکل شوې ده چې دغه کسان په ولایتونو کې ۲۰ کسیزو ډلو ته روزنه ورکړي او په دې ترتیب سره به ټول ولایتونه له دغې روزنې برخمن شي.»
ټاکل شوې، د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په اته ویشتمه د رایې ورکوونې په څه باندې پنځه زره مرکزونو کې ترسره شي.