Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني لپاره د ټاکنو ترسره کېدو مهال‎ویش اعلان

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غزني د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنیز مهال ویش اعلان کړ. له مخې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د زمري میاشتې په شپږمه پيل او تر پنځه ویشتمې به دوام وکړي.

اخوا د مهال ویش له مخې د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د زمري میاشتې په لسمه پيلیږي او تر دوه ویشتمې نیټې دوام کوي.

که څه هم د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکي، په ملي شورا کې د خلکو استازي او همداراز ځینې سیاستوالان په غزني کې د ټاکنیزو حوزو پر کوچني کولو نیوکه کوي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په نوموړي ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهال ویش اعلان کړ.

د کميسیون دارالانشاء رئیس، سید حفیظ‎الله هاشمي وویل:«له نیکه مرغه کمېسیون په اکثریت رایو تصویب کړه چې د غزني ولایت لپاره مهال ویش جوړ شي چې د نوملیکنې بهیر یې پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په نورو ولایتونو کې د ټاکنو مهال ویش وخت د غويي دوهمه ټاکلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي که څه هم په دې ولایت کې ټاکنیز کارونه په ځنډ کیږي خو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د تلې په ۲۸ ترسره کیږي.

له بلې خوا کمېسیون پرېکړه کړې ده چې غزني کې د نورو ولایتونو په خلاف ټاکنې په حوزوي ډول ترسره شي. له دې پرېکړې سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي مخالف دي.

د ولسي جرګې غړی، خداداد عرفاني وايي:«یو بام او دوه هوا هېڅ ځای نلري چې په غزني کې کیږي. دا ولایت دې درې امنیتي حوزې اعلان شي او د دې ولایت مهال ویش د نورو ۳۳ ولایتونو خلاف وي.»

د کورنیو چارو وزارت د رایو ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره د چمتووالي خبر ورکوي خو وايي ددې ولایت په ځینو سیمو کې به د ناامنۍ له امله انتخابات ونشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش څرګندوي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون جوړ شوي پلان له مخې، موږ تر ډېره د نوم لیکنې مرکزونه چې ټاکل شوې ده پرانیستل شي تر امنیتي پوښښ لاندې راولو.»

په ولسي جرګه کې د غزني د یو شمیر استازو په باور د اساسي قانون پر پلي کیدو د څارنې کمیسیون، سترې محکمې، د ولسمشر د دوهم مرستیال او اجراییه ریاست په شان یو شمیر بنسټونه او سیاستوالان د دې طرحې مخالف دي او همداراز دا تصمیم د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون پرخلاف بولي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خپله دغه پریکړه یوه قانوني استثنا ګڼي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي که څه هم په دې ولایت کې ټاکنیز کارونه ځنډول کیږي، خو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې په ۲۸ ترسره کیږي

شریک یي کړئ