د بلخ ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ټاکنو ته د نوملیکنې د ځينو مرکزونو له تړل پاتې کېدو اندېښنه لري.
د رایو ورکونکو د نوملیکنې د بهیر له پيلېدو د ۱۰ ورځو له تېرېدو سره تراوسه په بلخ ولایت کې د نوملیکنې دیارلس مرکزونه تړلي پاتې دي.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغو مرکزونو د تړل کېدو په اړه اندېښمن دي او د رایو ورکونکو د نوملیکنې مرکزونو د امنیت پر ساتلو ټینګار کوي.
د بلخ اوسېدونکي رحیمالله طلوع نیوز ته وویل:«په ځينو ځایونو کې امنیت زښته زیات خراب دی، خلک نوملیکنه نه شي کولای، له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې امنیت ټینګ کړي.»
غلام داوود چې په تېرو ټاکنو کې هم ګډون کړی وه وايي:«کله چې امنیت وي خلک په ټاکنو کې ګډون کوي.»
د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي که د رایو ورکوونکو د نوملیکنې د مرکزونو امنیت خوندي شي خلک به په پراخه توګه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
په بلخ ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د سیمهيیز دفتر سرپرست وايي له امنیتي ګواښونو سره سره څه باندې ۱۴۶ زره کسانو نومونه لیکلي دي.
په بلخ کې د ټاکنو کمېسیون د سیمهییز دفتر سرپرست فضلاحمد حیاتي څرګنده وي:«په ټول کې ۱۴۶ زره او ۷۱۰ تنو نوملیکنه کړې چې له دې ډلې ۶۴ زره او ۳۲۸ تنه یې ښځې او ۸۱ زره او ۹۵۱ تنه یې نرینه او ۴۳۱ تنه یې کوچیان دي.»
په دې لړ کې د بلخ پولیس په نوموړي ولایت کې د رایو ورکوونکو د نوملیکنې مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره د هڅو خبره کوي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني وویل:«موږ ټولو مرکزونه که هغه په مزارشریف ښار کې وو او که ولسوالیو کې زموږ تر امنیتي پوښښ لاندې وو.»
په بلخ ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمهيیز دفتر د مالوماتو له مخې په چمتال، چاربولک، دولت اباد او شورتپې ولسوالۍ کې دیارلس د نوملیکنې مرکزونه تړلي دي.