د نیمروز ولایت په چخانسوري ولسوالۍ کې ټاکنو ته د نوملیکنې پر یوه مرکز د طالبانو د برید په پایله کې، ۷ پولیس وژل شوي دي.
یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغه پېښه نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۳۱ مه) رامنځته شوې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په ولسوالیو او کلیو کې د نوملیکنې بهیر پیل شو.