د روان کال د غوايي پر ۲۵مې نېټې د ولایتونو په ولسوالیو کي د راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو شرواګانو ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوملیکني بهیر پیل شو.
خو د هلمند ولایت د ټاکنو کمېسیون د سیمهییز دفتر مسوولان وايي چې، په نادعلي، ګرمسیر، ناوې، نهرسراج، واشیر او کجکي ولسوالیو کې د نوملیکنې بهیر پیل شوی، خو په پاتې ۷ نورو ولسوالیو کي د امنیتي ګواښونو له امله هېڅ مرکزونه پرانیستل شوي نه دي.
په هلمند کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر سرپرست احمدشاه صاحبزاده په دې اړه وویل:« دغه ولسوالۍ چي ما يې نومونه یاد کړل هلته مو مرکزونه فعاله کړي او خلک کولای شي چي نوملیکنه وکړي. په نوملړ کې مارجه ولسوالۍ هم شامله ده، دا چې هلته امنیتي وضیعت خراب دی نو زموږ کارکوونکي د ځمکې له لاري نشي کولای چي ولاړ شي. شاید د هوا له لارې يیې انتقال کړو. او پاتې نورې اوه ولسوالۍ چي دي هغه نو په مرکز پوري اړه لري چي د هغوی برخلیک به څنګه شي.»
خو ښاغلی صاحبزاده په ولسوالیو کي د نوملیکنې د فعاله مرکزونو د شمېر په اړه څه نه وايي.
بل خوا په نادعلي ولسوالۍ کې که څه هم د تېرو څو میاشتو راپدېخوا عملیات دوام لري او د یادي ولسوالۍ یو شمېر برخې د وسلهوالو طالبانو په ولکه کې دي خو ځایي اوسېدونکي وايي چې غواړي په ټاکنو کي د ګډون په موخه نوملیکنه وکړي.
د نادعلي اوسېدونکی حیاتالله په دې اړه وايي:«هغه سیمي چي د حکومت په لاس کې دي هلته خلک لېوالتیا لري چي نوملیکنه وکړي او د رایه وکاروي. خو هغه سیمي چي د طالبانو په ولکه کې دي هلته نو امکان نه لري او موږ په امنه سیمه کي یوو موږ چمتو یوو چي نوملیکنه وکړو.»
همدارنګه د نادعلي ولسوال محمد هاشمي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې په ټاکنو کي د نوملیکنې د بهیر لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:« موږ خپل بشپړ چمتووالی نیولی دی او د یادې ولسوالۍ خلک به نوملیکنه تر سره کړي ځکه دا ولسوالۍ ښار ته نېږدې ده او خلک يې ټولنیز دي هرومرو به په ټاکنو کې ګډون کوي.»
په هلمند کي د ټاکنو کمېسیون د سیمهییز دفتر مسوولین له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي ترڅو په ولسوالۍ کې د نوملیکنې د مرکزونو امنیت خوندي کړي. ځکه یو شمېر مرکزونه يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د نوملیکنې مرکزونه تړلي دي او پرانیستل شوي نه دي.
په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر سرپرست حمیدالله بلوچ وايي د دغه ولایت په ۲۳ ولسوالیو کې د نوملیکنې بهیر په عادي توګه روان دی او تراوسه کابو زر تنو په ښار او ولسوالیو کې نوملیکنه کړې ده.
د دغه وولایت امنیتي چارواکي وايي چې د وردوج او یمګان ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي، خو د کران او منجان او کوهستان ولسوالیو کې د بارانونو د اورښت له امله نه دي توانېدلي چې د دغه کمېسیون کارکوونکي ولېږدول شي.