د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي ټاکل شوې ده په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ترسره شویو ټاکنو پایلې د لیندۍ میاشتې په دوهمه اعلان شي.
د یاد کمېسیون په خبره د کابل ولایت د ټاکنو پایلې به د لیندې میاشتې په لسمه باندې اعلان کړي.
ټاکل شوې وه چې هېواد کې ولسي جرګې د ترسره شویو ټاکنو پایلې د روایې لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر، حفیظ الله هاشمي نن(شنبې د لړم په ۱۲مه نېټه) کابل کې د خبرې ناستې پر مهال وویل چې له ولسوالیو مرکز ته د رایې د صندوقونو له لیږد له کبله دا بهیر وځنډول شو.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر چهارشنبې پر ورځ فراه کې د پوځي چورلکې د نسکوریدو له کبله د ټاکنیزو حساسو توکو د اوو صندوقونو د له منځه تلو خبر هم ورکړل شو.
د ښاغلي هاشمي په خبره د چورلکې نسکورېدو له کبله د بایومتریک ۶۰ دستګاوې، ۸۰ پرانټرونه، ۱۰۸ پاوربانکونه، ۴۲ د رایې ورکړې د مرکزونو نوملړونه او د ۴۱ کاندیدانو د ټاکنیزو ناندرو اسناد له منځه تللي دي.
ده د هېواد ولسمشریزو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ټاکنو په اړه هم خبرې وکړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر، حفیظ الله هاشمي وویل چې د ټاکنو د ترسره کېدو څرنګوالي په موخه سیاسي ګوندونو او څارونکو بنسټونو خپلو وړاندیزونه کمېسیون ته وړاندې کړي دي اوراتلونکې اوونۍ کې به یې پایلې اعلان شي.
تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څارونکو بنسټونو او سیاسي ګوندونو سره ګډې خبرې ناسته کې د ولسمشرۍ او ولسوالیو شوراګانو بېلو ټاکنو په اړه طرحه وړاندې کړه چې د سیاسي ګوندونو او څارونکو بنسټونو له مخالفت سره مخامخ شوه.
د قانون پر بنسټ د ولسمشرۍ او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید هم مهاله ترسره شي.