Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون د پېژندپاڼې پر کاپي د سټېګر لګولو پرېکړه لغوه کړه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې له خپرولو سره د پېژندپاڼو پر کاپي د سټېګر لګول باطل اعلان کړل.

په دغې اعلامیه کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه غړي له خوا طلوع نیوز ته رسېدلې، راغلي دي چې له دې وروسته په ټاګنو کې د ګډون لپاره د پېژندپاڼې پر اصل به سټېګر ولګول شي.

د دغه کمېسیون پر بنسټ، هغه کسان چې د امنیتي مسایلو له امله نه غواړي چې دغه سټېګرونه د هغوی پر اصلي پېژندپاڼه ولګول شي، هغوی کولای شي د وګړو د احوالو د ثبت ادارې ته مراجعه وکړي او د پېژندپاڼې مثنی ترلاسه کړي او د نوم‎لیکنې په مرکزونو کې د اصلي پېژندپاڼې په اعتبار پر مثنا به سټېګر ولګول شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کمېسیون ژمنه کوي ترڅو خپله خپلواکي او بې طرفي وساتي او د هېچا تر اغېزې لاندې را نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کمېسیون ژمنه کوي ترڅو خپله خپلواکي او بې طرفي وساتي او د هېچا تر اغېزې لاندې را نه شي.

شریک یي کړئ