Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پارلمان لپاره د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان شو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن(شنبې د غبرګولي۹مه) د پارلمان لپاره د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې وه چې دا نوملړ د پنج‎شنبې شپه اعلان شي، خو دوې ورځې وروسته تر ټاکلې نېټې اعلان شو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال وېش له مخې د نوماندانو د نومونو لوملړنی نوملړ باید د چنګاښ پر اوومې نېټې خپور شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې له ۶ زرو کسانو ډېرو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره فورمې ډکې کړې دي چې له ډلې یې ۲۴۵۴ یې ولسي جرګې او ۳۷۳۱ یې د ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي دي.

یاد کمېسیون وايي چې تر اوسه پورې د رایې ورکړې لپاره ۷،۳ میلیونو کسانو نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د نوماندانو د نوملړ خپريدو ځنډ لامل له ولایتونو څخه د یو شمېر نوماندانو د اسنادو په ورسيدو کې ځنډ بولي.

هېواد کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان زیږدیز کال په اکټوبر میاشت کې ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د نوماندانو د نوملړ خپريدو ځنډ لامل له ولایتونو څخه د یو شمېر نوماندانو د اسنادو په ورسيدو کې ځنډ بولي

شریک یي کړئ