Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار په ټاکنو کې د ستونزو او ګډوډیو تکرار

په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې له یوې اوونۍ ځنډ سره ترسره شوې. د طلوع نیوز خبریال، ګلاب الدین غبار وايي د ټاکنو په بهیر کې هغه ستونزې او ګډوډۍ لیدل کېدې، چې تېره اوونۍ د ټاکنو په بهیر کې خلک ورسره مخامخ وو.

دی پر وخت د رایې ورکړې د مرکزونو نه پرانیستل، د بایو متریک دستګاه نه کار او د رایو اچوونکو د نوملړ نه موندنه د ستونزو په توګه یادوي، هغه ستونزې چې د تلې په ۲۸ د ټاکنو پر ورځ د هېواد په کچه یو شمېر مرکزونو کې خلک ورسره مخامخ وو.

په داسې حالکې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، عبدالبدیع صیاد تېره ورځ وویل چې دوی د تلې د ۲۸مې ورځې له ټاکنو زده‎کړې کړې دي او د کندهار په ټاکنو کې به ستونزې نه تکراریږي.

گلاب الدین غبار وايي د کندهار د رایې اچوونې یو شمېر مرکزونو کې د رایې ورکړې بهیر ناوخته پیل شو، په یو شمېر مرکزونو کې د رایې اچوونکو د نوملړ نه وو او همداراز ځینو ځایونو کې د بایو متریک دستګاو هم کار نه کولو.

خو سره له دې ډېر شمېر خلک په ځانګړې توګه ښځې په ټاکنو کې د ګډون په موخه راوتلې وې. د کندهار اوسېدونکي د امنیتي اندېښنو سره سره، بیا هم غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د کندهار ولایت اوسېدونکی، بشیر احمد په ویلچیر د رایې ورکړې مرکز ته راغلی څو خپله رایه وکاروي، خو په ځنډ سره د رایې اچوونې د مرکز پرانیستو ډېر په تمه کړی دی.

بشیر احمد وايي:« ( د ټاکنو خپلوا کمېسیون) له کارکوونکو غواړو چې کارونه وخت پیل کړي؛ خلک کار لري، کور لري، ماشومان یې کور کې پاتې دي او غوړو او اوبو ته اړتیا لري.»

د کندهار پخواني امنیه قومندان، جنرال عبدالرارق د ترور له کبله دې ولایت کې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې او نن ترسره شوې.

همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال، عبدالعزیز ابراهیمي همداراز د غزني ټاکنو په اړه وویل چې د دې ولایت ټاکنې به د ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي.

تيره اوونۍ د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ نېته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، عبدالبدیع صیاد تېره ورځ وویل چې دوی د تلې د ۲۸مې ورځې له ټاکنو زده‎کړې کړې دي او د کندهار په ټاکنو کې به ستونزې نه تکراریږي

شریک یي کړئ