Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمي رسول ولسمشریزو ټاکنو لپاره رسماً نوم لیکنه وکړه

د بهرنیو چارو پخواني وزیر، زلمي رسول نن(سې‎شنبې د مرغومې پّ ۲۵مه نېټه) د ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندی په موخه د نوم لیکنې لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولاړ او نوم یې ولیکلو.

د ولسمشریزو ټاکنو دې نوماند د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غوښتنه وکړه چې د خلکو له رایو سره باید خیانت ونشي.

نوموړي وویل:«ژمنه کوم چې د تعصب، تبعیض او ناانډولتیا پر وړاندې مبارزه وکړم او د سولې، امنیت او ولسواکۍ په برخه کې به مبارزه کوم.»

ښاغلي رسول د راتلونکو ټاکنو د رڼښت په اړه وویل:«د ټاکنو قوانین مالوم دي موږ د افغانستان د قوانینو له مخې ځان نوماند کوو او د افغانستان د خلکو خدمت په موخه. دا د ټاکنو کمېسیون دنده ده چې څه ډول عمل کوي تر څو د خلکو رایو سره خیانت ونشي. که کمېسیون دا کار ونکړ نو د خلکو پر وړاندې مسوول دی او موږ به د خلکو له رایو دفاع کوو.»

ده مخکې له دې هم په تېره دوره کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ځان نوماند کړی وو.

په دې دور کې له ښاغلي رسول مخکې عبدالطیف پدارم، حکیم تورسن، سیدنورالله جلیلي او عنایت الله حفیظ هم د ولسمشریزو ټاکنو کې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

زلمی رسول د ۲۰۱۰ زیږدیز کال له لومړیو تر ۲۰۱۳ کاله پورې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د بُن کنفرانس له ګډونکوونکو دی چې د مؤقت حکومت رامنځته کېدو لامل وو. د حامد کرزي په مشري حکومت کې ښاغلی رسول د هوايي چلند وزارت لپاره وګمارل شو.

ښاغلي رسول د پخواني ولسمشر، حامد کرزي د حکومت پرمهال د ملي امنیت سلاکار په توګه هم کار کړی دی.

زلمی رسول په تېرو دولسو کلنو کې د حامد کرزي نېږدې کس وو چې په ډېرو بهرنیو سفرونو کې یې ورسره ملتیا کوله. هغه ښاغلي رسول په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون په موخه د بهرنیو چارو وزارت له مقامه استعفاء ورکړه.

ښاغلی رسول نن مخکې له غرمې له خپل لومړي مرستیال، د کابل پخواني والي عبدالجبار تقوا او دوهم مرستیال د بامیانو پخواني والي خان محمد وحدت سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولاړ او نوم لیکنه یې وکړه

شریک یي کړئ