Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرپل کې ټاکنو ته د نوم‎لیکنې ۲۷ مرکزونه تړلي دي

سرپل کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون سیمه‎ييز دفتر رئیس وايي چې لا هم په دې ولایت کې ۲۷ د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ولسوالیو کې د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې له مودې کابو یوه اوونۍ تېره شوې ده.

سرپل کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون سیمه‎ييز دفتر رئیس، عزیز احمد رسولي پر دې حالت خواشني څرګندوي او زیاتوي که دا حالت دوام وکړي نو ډېر شمېر کسان به د رایو ورکولو له بهیر څخه بې برخې شي:«د ولایت په کچه ټوله کې له ۶۲ د رایو ورکولو لپآره د نوم لیکنې مرکزونه د مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې دي، او له اوو تر نهو یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.»

ښاغلی رسولي بلخاب ولسوالۍ ته د ټاکنیزو توکو د نه لیږد په اړه هم اندېښنه لري او وايي:«له بده مرغه چې د ټاکنو لپاره توکي لا هم بلخاب ولسوالۍ ته نه دي رسیدلي او لامل یې د هوا خراب حالت وو او یا هم د ډېر مصروفیت له کبله د الوتکې نشتوالی.»

په همدې حال کې د سرپل ولایتي شورا د دارالانشاء مشره، معصومه رمضاني وايي چې بلخاب ولسوالۍ ته په کافي اندازه د پېژندپاڼو ورقې هم نه دي رسېدلي:«د یوې میاشتې له تېرېدو سره اوس یوازې یو نیم زره فورمې رسېدلي دي.»

په همدې حال کې د سرپل والي، محمد ظاهر وحدت هیله‎مند دی چې د وسله‎والو طالبانو پټن‎ځایونو له منځه وړو په موخه د پوځې عملیاتو ترسره کولو سره به د رایو ورکولو مرکزونه پرانیزي.

دی وړاندې وايي:«هیله لرم چې د ټاکنو ترسره کېدو پورې دلته پوځې عملیات ترسره شي تر څو وتوانیږو لا ډېر سایټونه پرانیزو او نور هم چمتو کړو د ټاکنو بحث لپاره.»

له دې سره سرپل کې د ټاکنو خپلوا کمېسیون سیمه‎ييز دفتر د مالوماتو له مخې تر اوسه پورې ۳۶ زره د شرایطو وړ کسانو د ټاکنو رایو ورکولو لپاره په دې ولایت کې نومونه لیکلي دي.

سرپل ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر د مالوماتو له مخې اوس‎مهال په سانچارک ولسوالۍ کې ۴، صیاد ولسوالۍ کې ۳، سوزمه کلا ولسوالیو کې ۳ او همداراز د سرپل کې ۱۷ د رایو ورکولو د نوم لیکنې مرکزونه تړلي دي

شریک یي کړئ