Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شکایتونو کمېسیون، د کابل باطل شویو رایو بیاشمېرنه مشروطه کړه

که‎څه هم تېره ورځ ټاکنیزو کمېسیونونو، د خپلو اختلافونو د حل لپاره خبر ورکړ، خو نن د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي که‎چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کابل کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه هغوی ته اړین مالومات ورنه کړي، د رایو د باطلېدو پرېکړه به یې بدله نه شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې دغه بنسټ، د خپل پرېکړې د لومړي بند په اړه چې د کابل د رایو باطلېدل دي، هوکړه کړې او د ټاکنو کمېسیون د هغو غړو لیرې کېدو په اړه پرېکړه چې په درغلیو تورن دي په خپل ځای پاتې ده.
 کابل کې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو د بیاشمیرنې بهیر د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ د اختلافونو له امله د شنبې پر ورځ درېدلی و.
 د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي که چېري د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون څارونکي خپل کار ته رانه شي، د ټاکنو کمېسیون به د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو  د بیاشمېرنې بهیر به له څارونکو پرته پٍیل کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«ټاکل شوې وه چې نن د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون همکاران راغلي وو، خو له بده مرغه هغوی رانه غلل او د رایو د شمېرنې بهیر درېدلی دی.»
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون چارواکي وايي چې دوی پر سلا مشورو بوخت دي ترڅو د رایو د بیاشمېرنې په بهیر کې د لا روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي علي رضا روحاني څرګنده کړه:«که‎چېرې دغه سندونه او شواهد زموږ په واک کې راکړل شي او له یوه قانوني او دقیق میکانیزم سره د رایو بیاشمېرلو په اړه پرېکړه وشي هغه وخت هم موږ یوازې د مصوبې پر لومړي بند چې د پنجشنبې په ورځ مو اعلان کړ، په هغه کې مناسب تعدیل چې د روڼتیا تامینوونکی او د هېوادوالو په ګټه او د قانون په مطابق وي ترسره کړو.»
خو تر هغه وروسته چې د کابل د رایو د باطلېدو پرېکړه اعلان شوه، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم معترضو نوماندانو د دغو ولایتونو د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه.

دو روز پیش، کمیسیون شکایت‌های انتخاباتی بدلیل آن‌چه تقلب‌های گسترده در روند انتخابات می‌خواند، تمامی آرای انتخابات مجلس نماینده‌گان کابل را باطل اعلام کرد. ساعاتی پس از آن، کمیسیون مستقل انتخابات با این تصمیم مخالفت کرد و آن را غیرقانونی خواند.

شریک یي کړئ