Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې یو زنداني ځان د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند کړی

په فراه کې داسې څوک چې په زندان کې دی، راتلونکو ټاکنو ته نوماند شوی دی.

لویه څارنوالي تاییدوي، چې عبدالکریم شفق د اداري فساد په جرم پر دوه کاله زندان محکوم شوی دی.

د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته نوماند، عبدالکریم شفق د معلولیت څو کارتونه درلودل چې له هغوی نه د ګټې اخیستنې په تور ونیول شو، چې یوه میاشت وروسته د یو ډاکټر د لیک پر بنسټ چې هغه يې د زړه ناروغ بللی و، خوشي شو او ځان يې ټاکنو ته نوماند کړ.

خو دویمې محکمې هغه نقدې جریمه کړ او پر دوه کاله زندان يې محکوم کړ.

د فراه ولایت د ټاکنو کمېسیون مشر احمد پارسا په دې اړه وايي: «کله چې يې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوله، نوماند کېده، کشفي او جرمي بنسټونو چې موږ ته کوم مالومات راکړي و، کشفي ارګانونو ویلي و، چې دا شخص جرمي سابقه نه لري.»

عبدالکریم شفق په‎خپله زندان کې دی،  خو زوی يې ټاکنیز کمپاین پر مخ وړي، د هغه زوی عبدالروف شفق وايي د پلار په اړه يې توطیه شوې ده.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون څارونکي نیوکه کوي چې د ټاکنو کمېسیون ولې ونه شو کولی دا ډول موارد مالوم کړي.

د رڼو ټاکنو د بنسټ غړی حبیب شینواری وايي: «دا د ټاکنیزو کمېسیونونو نیمګړتیا ده، چې په پیل کې يې سمه ارزیابي نه شوای کولی، باید له پیله يې اجازه نه ورکولی، چې دا سړی ټاکنو ته نوماند شي.»

د ټاکنو کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وايي: «موږ به د فراه له ولایتي محکمې رسماً مالومات وغواړو او د قانون مطابق چلند به وکړو.»

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني هم وايي: «هغه کسان چې په اړه يې شکایت وشي، د قانون د ۳۹مې مادې له مخې، چې محکومیت ولري حذفېږي.»

لویه څارنوالي وايي، عبدالکریم شفق د خپل ورور عبدالقیوم شفق په مرسته، چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې يې دنده درلوده، د معلولینو څو کارتونه لرل او د معلولینو معاشونه يې اخیستل، خو څو میاشتې وړاندې دواړه وروڼه ونیول شول او محاکمه شول.

شریک یي کړئ