Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له بایومټریک دستګاوو لا هم معلومات نه دې لېږل شوي

ټاکنو کمیسیون له بایومټریک دستګاوو نه د دې دستګاوو سرورونو ته لا هم معلومات نه دي لېږلي. 

د ټاکنو کمیسیون د ټکنالوژۍ د برخې مشر وايي یوازې د ختیځو ولایتونو، مرکزي ولایتونو او د پلازمېنې د مرکزونو بایومټریک دستګاوې کمیسیون ته رسېدلي دي. 

سید ابراهیم سادات وايي د ټولو بایومټریک دستګاوو له را رسېدو وروسته به د معلوماتو لېږد پیل شي. 

ټاکنو کمیسیون د روڼتیا او ټاکنیز عدالت د پلي کېدو په تمه شاوخوا ۲۲زره بایومټریک دستګاوې ټاکنیزو مرکزونو ته ووېشلې، خو د ټاکنو له ورځو نږدې نهه ورځې تېرېږي، بیا هم له دې دستګاوو معلومات نه دي را ټول شوي. 

د ټکنالوژۍ د برخې مشر سید ابراهیم سادات وړاندې زیاته کړه: «لازم تیاری نیول شوی دی، سرورونه کتل شوي دي، یوازې په تمه یو، چې ډېری وسایل پیدا کړو او سرورونو ته د معلوماتو د لېږد کار پیل کړو.»

په ورته وخت کې د ولسی جرګې په ټاکنو کې ځينې نوماندان ټینګار کوي، چې بې بایومټریکه رايې باطلې اعلان شي. 

د عبیداالله په نوم یو تن نوماند وايي: «که د بایومټریک مسئله په پام کې ونه نیول شي، رسمیت ور نه کړل شي، دا به دا مانا ولري، چې دولت دا دومره پیسې د درغلۍ او د عامه ذهن د تشویشونو په خاطر وسوځولې.»

د عزیزې افضلې به نوم بلې نوماندې د درغلۍ مخنیو د یوې فاجعې مخنیو یاد کړی، هغې وویل: «د درغلګرو مخه باید ونیول شي، چې د یوې فاجعې مخه ونیول شي.»

د حامد پویا په نوم تن نوماند ګواښ وکړ، چې که يې غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، د کابل ـ مزار لار به وتړي او له بغلان را تېره شوې برېښنا به پرې کړي. 

هغه زیاته کړه: «که زموږ دې غوښتنو ته پام ونه شي، په شمال کې، بغلان کې د شمال او جنوب لار تړو، له شماله جنوب ته را تېره شوې برېښنا پرې کو.»

ټاکنو کمیسیون له سیاسي ګوندونو سره له اوږدې ناندرۍ وروسته ومنله، چې ټاکنیز بهیر باید بایومټریک شي، چې له همدې امله شاوخوا ۲۲زره بایومټریک دستګاوې واخیستل شوې. 

د دې دستګاوو د پېر پر مهال د ملي تدارکاتو ادارې ویلي و، چې پر ټولو دستګاوو او سرورونو يې شاوخوا ۱۸ میلیونه یورو لګښت شوی دی. 

شریک یي کړئ