Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار؛ د ځينو ټاکنیزو مرکزونو رایې بیا شمېرل کېږي

د ولسي جرګې له ټاکنو دوه اوونۍ تېرې شوې، چې لا هم د ځينو مرکزونو رایې بیا شمېر ته اړتیا لري. 

د ننګرهار په دور بابا او سره رود ولسوالیو کې د ځينو مرکزونو رایې بیا شمېرل کېږي او په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي ښايي د نورو ولسوالیو د ځينو مرکزونو رايې هم بیا وشمېرل شي. 

په دې ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر شکیب کامجو وايي، د هغو مرکزونو اړوند چې دوی يې رايې بیا شمېري، ورته ګڼ شکایتونه، اسناد و مدارک ور رسېدلي و. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «دلته په دې محلونو کې شکایتونه موجود و چې ګویا رایې کمې شمېرل شوي دي. هغه کوم عکسونه او اسناد و مدارک یې چې له شکایتونو سره درج کړي وو؛ نو هغه د دې شاهد و چې هلته اشتباه شوې او باید له سره وشمېرل شي.»

په دې ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد داود صدیق د دې رایو د بیا شمېر تر څنګ زیاتوي ښايي د ځينو نورو مرکزونو رايې هم بیا وشمېرل شي. 

ښاغلي صدیق وویل: «هغه مراکز چې د تخنیکي لحاظه ستونزه ولري مونږ ته یې معرفي کوي او مونږ منتظر یو چې نن سبا کې دا لستونه مونږ ته راکړل شي چې مونږ بیا شمېرنه دوامداره کړو.»

سره له دي چي د ټاکنو کمیسیون ومنل، چې له بایومټریک پرته رايې هم ورته د باور وړ دي، خو پر دې شرط چې رايې د رایه ورکونکو له فهرست سره برابرې وي، خو ننګرهار کې د نوماندانو پلویان دا ناسم اقدام بولي. 

خلیل الله سلطاني چې د رایو په بیا شمېر کې د یو نوماند په استازیتوب حاضر و، وايي هغه رايې چې بایومټریک شوې نه وې، هم ګڼل کېږي او په وینا يې دا یوه ستونزه ده. 

هغه وايي: «هغه رایې چې دا کوډونه نه لري هم شمېرل کېږي چې دا بیا خپله یوه لویه ستونزه ده.»

د ولسي جرګې ټاکنې غزني پرته په ټول هېواد کې د تلې (۲۹-۲۸) او کندهار کې یوه اوونۍ وروسته وشوې.

شریک یي کړئ