Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هاشمي: پکتیا کې د ټاکنیزو ستونزو د څېړلو لپاره پلاوی ګمارل شوی

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي وايي یو پلاوی به د قومي مشرانو لخوا د ټاکنیزو توکو ډکو موټرو د درولو، په پکتیا کې د ټاکنو کمېسیون سیمه‎يیز دفتر ته له څو ولسوالیو د نوم‎لیکنې کتابونو لېږدول او همداراز د نوم‎لیکنې له مرکزونو بهر د ځینو کسانو لخوا د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې په هکله څېړنې کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ هاشمي په دې اړه وویل:«خلکو د پېژندپاڼو د وېش په برخه کې ستونزه لرله هغوی ته پېژندپاڼې نه وې ورکړل شوې او دوی تېر وتلي وو او دا موټر یې درولی وه، خو نن کهیځ دا ستونزه حل شوه او له دې پرته چې توکو ته زیان ورسېږي دا ټاکنیز توکي د کمېسیون دفتر ته ورسېدل. او د څو نورو ستونزو په اړه چې تاسې وویل په پکتیا کې شته، کمېسیون يو پلاوی ګمارلی چې یوه دقیقه څېړنه وکړي چې ولې له پکتیا څخه هره ورځ غږو نه پورته کېږي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې د بهیر او د دغو مرکزونو د نشتوالي په اړه شکایتونه دغه بنسټ ته رسېدلي دي.

د تاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي محمد رضا روحاني وویل:«ډېری شکایتونو د دې په اړه دي چې په ځينو برخو کې مرکزونه جوړ شوي نه دي او یا هم مرکزونه کم دي او یا هم ځينې شکایتونو شته چې سټېکرونه په مرکزونو کې کم وو او د ناامنۍ په اړه هم کمېسیون ته شکایتونه رسېدلي دی.»

اخوا په پکتیا کې د فیفا دفتر د دې ولایت سیمه‎يیزه اداره په ټاکنیزو چارو کې په لاسوهنې تورونوي.

په پکتیا کې د فیفا مسول احسان الله حمیدي په دې اړه وویل:«په میرزکه ولسوالۍ کې حساس توکي ځای پر ځای شوي وو، تر هغې چې نورو مسوولانو په زور او فشار سره لاسوهنه وکړه او دا تا توکي یې بهر کړل باید سیمه‎ييز حکومت د خلکو غږ واوري.»

خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ردوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي حساس ټاکنیز توکي د امنیتي ځواکونو په مرسته له قومي مشرانو ترلاسه شوي دي.

د کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه څرګنده کړه:«د پکتیا په میرزکه ولسوالۍ کې ټاکنیز توکي پاتې وو پولیسو مداخله وکړه او له مشرانو سره یې خبرې وکړې ستونزه حل شوه.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا هغه موټر چې د میرزکې ولسوالۍ د قومي مشرانو لخوا درول شوي وو په‎کې د نوم لیکنې کتابونه وو چې مرکزي دفتر ته لېږدول کېدل.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې تراوسه په پکتیا ولایت کې ۳۹۴ زره او ۸۴۰ تنو نومونه لیکلي دي.

کابو څلور ورځې مخکې د میرزکې ولسوالۍ قومي مشرانو د څمکنیو ولسوالۍ د ټاکنیزو توکو ډک موټر ودروه او اجازه یې ور نه کړه چې سیمه ییز دفتر ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ