Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات؛ د یو دېرشو مرکزونو رايې بیا شمېرل کېږي

هرات کې د ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکي وايي، د خلکو د شکایتونو او اعتراضونو پر اساس د ۳۱ مرکزونو رايې یو ځل بیا شمېري. 

په دې ولایت کې د ټاکنو ساحوي کمیسیون مشر احمد شاه قانوني وايي، په ځينو مرکزونو کې قصداً یا سهواً د طرزالعمل خلاف اقدامات ترسره شوي، خلکو اعتراض کړی او دوی يې پر اساس رايې بیا شمېري. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «په ځینو محلونو کې داسې څه راوزي چې هغه د طرزالعمل خلاف وي، د طرزالعمل مطابق نه وي شوي، یا سهواً یا قصداً او دا بیا شمېرنه پر همدې خاطر ده.»

قانوني وړاندې زیاته کړه، د دې لپاره چې ناپاکي رايې له پاکو رايو جلا شي، دا اقدام يې کړی دی: «چې د خلکو شکایتونو ته رسېده‌ګي وشي او نا پاکي رايې له پاکو جلا شي.»

په دې ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د رایو له بیا شمېر وروسته پرېکړه د دوی په لاس کې ده او روڼتیا ته به کلک پام وکړي. 

هرات کې د ټاکینزو شکایتونو کمیسیون کمېشنره فاطمه باقري وايي: «دوی رايې بیا شمېري، وروستۍ پرېکړه له موږ سره ده او ان‌شاءالله روڼتیا به په پام کې ونیسو.»

د نوماندانو څارونکي هغه علتونه په ډاګه کوي چې پر اساس يې باید د دې مرکزونو رايې بیا شمېرل شوې وای، د محمد امید په نوم یو تن وايي، داسې صندوقونه هم و، چې هیڅ قلف يې نه درلود.

هغه زیاته کړه: «ځينې صندوقونو اصلاً قلف نه درلود، په ځينو کې کندې نه وې، ځينو قلفونه درلودل، خو خلاص شوي و. »

د عبدالقدیر صالحي په نوم یو بل تن وايي د هغو صندوقونو رايې چې بیا شمېرل کېږي، باید جدي پام ورته وکړي. 

هغه وویل: «زموږ اندېښنه داده، چې د دې صندقونو چې رايې يې بیا شمېرل کېږي، ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ورته باید جدي پام وکړي.»

نازنین رحیمي یوه بله څارونکې ده، هغه وايي په ځينو ولسوالیو کې چې ځینو نوماندانو ډېرې رايې اخیستې وې، ټولو يې یو ډول «ټیک مارک» نښې درلودې. 

نازنین وايي: «ځينو نوماندانو چې په ځينو ولسوالیو کې یونیم - دوه زره رايې اخیستې وې، ټولو يې یو ډول ټیک مارک نښې درلودې.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي چې هرات کې د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو ورته تر اته سوه ډېر شکایتونه ثبت شوي دي، ځکه خو يې د ځینو مرکزونو صندوقونه قرنطین کړي او رايې يې بیا شمېري. 

د ولسي جرګې ټاکنې د تېرې تلې میاشتې په وروستیو کې وشوې، چې قانوناً يې باید تېره ورځ (شنبه، د لړم نولسمه) لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د لېندۍ پر درېیمه به يې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
 
شریک یي کړئ