Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ولسي جرګې د نوماندانو اعتراض؛ رایې دې بیا وشمېرل شي

هرات ولایت کې یو شمېر معترض نوماندان او د دوی پلویانو نن د دغه ولایت د ودانۍ په مخکې په اعتراض لاس پورې کړ.

دغه اعتراض کوونکي په دغه ولایت کې د ولسي جرګې د رایو د بیاشمېرلو غوښتونکي دي.

معترض نوماند شفیق بهروزیان په دې اړه وویل:«د حکومت کمزورې کړنه، ولسمشر او ناخپلواک کمېسیون د دې لامل شوی چې د حکومت او راتلوونکي پارلمان د مشروعیت په اړه د خلکو باور کمېږي.»

معترض نوماند عبدالرزاق حکیمي هم وايي:«که‎چېرې حکومت د ۴۸ ساعتو په موده کې زموږ غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي، موږ تصمیم لرو چې له هرات سره د ټولو نښلېدلو ولایتونو لارې بندې کړو.»

ثریا صبح‌رنګ هم څرګنده کړه:«د خلکو رایې غلا شوی چې په ټول کې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.»

له بلخوا د هرات سیمه‎يیز چارواکي وايي د معترضو نوماندانو غوښتنې به مرکز ته ورسوي.

اخو د هرات د ټاکنیزو شکایتونو سیمه‎ییز دفتر وايي د شکایتونو له څېړلو وروسته به د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې بدلونونه رامنځته شي.

اعتراض کننده‌گان، خواهان بازشماری آرای انتخابات مجلس این ولایت استند و هشدار می‌دهند که اگر به خواسته‌های شان توجه نشود، راه‌های این ولایت را خواهند بست.

شریک یي کړئ