Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوم لیکنې وروستۍ ورځ؛ غني رسماً نوم لیکنه وکړه

ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د نوم‎لیکنې په وروستۍ ورځ، ولسمشر اشرف غني هم په رسمي توګه ځان د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړ.

ښاغلي غني نن (یکشنبې د مرغومې په ۳۰ مه) له غرمې وروسته له خپلو مرستیالانو هر یو امرالله صالح او سرور دانش سره د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځان نوماند کړ.

امرالله صالح د اشرف غني له ټاکنیزې ډلې سره تر یوځای کېدو مخکې د ۲۷ ورځو لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرستي وکړه، او تر دې وړاندې د ملي یووالي حکومت په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر په توګه هم کار کړی و. صالح همدارنګه د حامد کرزي د حکومت پر مهال د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه دنده درلوده.

 سرور دانش چې په راتلوونکو ټولټاکنو کې د اشرف غني د دویم مرستیال په توګه راڅرګند شوی، دم‎ګړۍ هم د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال دی. دانش له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ملي یووالي حکومت کې د ښاغلي غني د دویم مرستیال په توګه کار کوي.

ښاغلي غني د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې تر نوم‎لیکنې وروسته په خپله وینا کې د خپلې ټاکنیزې ډلې راتلوونکي پروګرامونه تشریح کړل. هغه وویل که‎چېرې په راتلوونکو ټاکنو کې بریالی شي، سوله به تامین کړي.

هغه څرګنده کړه:«موږ د یوه کړېدلي او با عزته ملت په همکارۍ سوله راولو، خو سوله له چا په دروېزه نه غواړو.»

هغه زیاته کړه:«دولت یو مسوولیت دی نه غنیمت؛ دولت باد راوړې شتمني نه ده چې د ځينو ترمنځ ووېشل شي.»

ولسمشر همدارنګه له توند غبرګون سره، د لنډ مهاله حکومت د رامنځته کېدو د ګنګوسو له ردولو سره وویل:«خلک لنډمهاله حکومت نه مني، په سلو کلونو کې یې هم نه مني؛ افغانستان د چا ډالۍ نه ده چې موږ ته یې راکړې وي. موږ افغانستان په خپله وینه ګټی او په خپله وینه به یې ساتو.»

هغه د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو طرحه چې د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د راکاږلو لپاره د امریکا له هڅو سره هم مهاله مطرح شوي «احمقانه» وبلله.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې څوک داسې احمقانه طرحې لري او څو پخواني مامورین چې زما د شاګردۍ وړتیا یې هم نه لرله، راغلي د لنډمهاله حکومت طرحه وړاندې کوي، بیا دې فکر وکړي.»

هغه له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان له ادرسه نه بلکې له خپلې پتې مذاکره پیل کړي:«طالبان دوه ټاکنې لري؛ که‎چېرې غواړې پاکستان او یا هم نور هېوادونه له هغوی استازیتوب وکړي او یا دا چې غواړي د افغانانو په توګه له ځانه استازیتوب وکړي. که‎چېرې غواړي پاکستان یې استازیتوب وکړي، چې موږ له پاکستان سره خبرې وکړو، خو که‎چېرې د افغان په توګه راځي له عزت سره دې کور ته راشي.»

ولسمشر په ټاکنیزو بنسټونو کې پر اصلاحاتو هم ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې په کمېسیون کې د اصلاحاتو پر راوستو له سیاسي بهیرونو، څارونکو بنسټونو او خلکو سره همغږی دی:«زه د افغانستان سیاستوالو، څارونکو بنسټونو او د افغانستان د خلکو غوښتنې سره چې په ټاکنیزو بنسټونو کې اصلاحات غواړي همغږی یم؛ اصلاحات اړین دي او راتلوونکي دي.»

د ولسمشرۍ لپاره د نوم لیکنې بهیر د مرغومې میاشتې په ۱۳مه پیل شو. تر اوسه ولسمشر غني، اجرايیه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت پخواني رییس، رحمت الله نبیل په ګډون ۱۴ تنو خپل نومونه لیکلي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم‎لیکنې بهیر نن(د مرغومې په ۳۰مه نېته) پایته رسیږي. ټاکل شوې د ورځې ترپایه پنځه تنه نور نوماندان هم نوم‎لیکنه وکړي.

ولسمشر غني د نوم‎لکنې پرمهال د خپلې وینا په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو نوماندانو ساتنه وکړي.

د ولسمشر دوو راتلونکو مرستیالانو، امرالله صالح او سرور دانش هم په وار سره ویناوې درلودې. ښاغلي صالح د هغه په وینا په نظام کې د ننه د ویجاړیو پر بیارغونې ټینګار وکړ او ښاغلي دانش هم د صحرايي محکمو پر پای. 

په همدې حال کې ښاغلي دانش د ولسمشريزو ټاکنو پر نوماندانو هم نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه په داسې حال کې چې ټاکنیز کمپاینونه نه دي پيل شوي، خو یو شمېر نوماندانو پر ټاکنیزو ناندرو لاس پورې کړی دی.

ولسمشر غني وویل د راتلوونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلانه به خپلې دندې ته به د ولسمشر په توګه دوام ورکړي.

شریک یي کړئ