Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ټاکنې؛ د اتلسو نوماندانو له ډلې څلور یې دنظام بدلون غواړي

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اتلسو نوماندانو له ډلې څلور تنه نوماندان د نظام د بدلون له شعار سره د دغو سیالیو ډګر ته رادانګلي دي.

د لومړي وزیر څوکۍ، د ولسمشر او لومړي وزیر د درېیم مرستیال او د فدرالي نظام رامنځته کول هغه شعارونه دي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پورته شوي دي.

د پوهنتون استاد حمیدالله فاروقي په دې اړه وویل:«له بده مرغه هغه ګډوډي چې نن یې د افغانستان ټولنه لري، هغه لاسوهنې او لاس اچونې چې له بهره په دغې ټولنه کې کېږي او هغه ننګونې چې موږ یې لرو، موږ یوه متمرکز او یوه نظام چې د افغانستان د اساسي قانون د لارښونو پربنسټ وي، اړتیا لرو.»

عبدالله عبدالله د اساسي قانون د تعدیل او د صدارتي نظام د رامنځته کولو په شعار سره ډګر ته راغلی.

محمدحنیف اتمر د لومړي وزیر پر چوکۍ سربېره د درېیم مرستیال ګومارل هم په خپل پروګرام کې لري او دا ټول د اوسني ریاستي نظام اصلاح بولي، د ملي وفاق ټاکنیزې ډلې مشر احمدولي مسعود د صدارتي نظام په راوستو ټینګار لري او عبدالطیف پدرام بیا د فډرالي نظام د جوړولو ژمنې کوي.

د سیاسي چارو شنوونکی جعفر مهدوي څرګندوي:«که‎چېرې موږ د دغه سیاسي جوړښت نوم په پام کې ونه نیسو، او یوازې واکونه یې په پام کې ونیسو په واقعیت کې موږ افغانستان کې ولسمشر نه لرو، یو سلطان لرو او یو پادشاه لرو او دا د افغانستان د خلکو غوښتنه نه ده، په یعقین سره چې د نوماندانو شعارونه هم د خلکو له مطالبو اغېزمن دي.»

د ولسمشرۍ ټاکنو څوارلس نور نوماندان د اجراییه ریاست په لیرې کولو سره د اوسني نظام پر دوام ټینګارکوي، خو ولسمشرغني محمدیوسف غضنفر هم د خپل حکومت له تصمیم نیوونکو څخه ګڼي او داسې ګمان کېږي چې اشرف غني به په راتلونکي حکومت درېیم مرستیال هم ولري.

په دې لړ کې د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند حکیم تورسن له اوسني ریاستي نظامه د هغه د ملاتړ لامل داسې بیانوي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حکیم تورسن څرګنده کړه:«د دغه نظام د تطبیق لپاره کسانو او اشخاصو ته اړتیا ده چې زړه یې پر هېواد او د خلکو پر حال وسوځي زه په دغه سیسټم کې هېڅ ستونزه نه وینم.»

له دې سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د اسنادو څېړل پیل کړي او د لومړي نوملړ په اعلانولو سره به روښانه شي چې کوم کسان به د سیالۍ اصلي ډګر ته ورشي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره اتلسو تنو له بېلابېلو شعارونو او پروګرامونو سره ځانونه نوماند کړي، خو په دې لړ کې هغه څه چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې نوې خبره ده د اوسني نظام بدلون دی.

شریک یي کړئ