Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمیسیون د شاوخوا ۴۵۰ مرکزونو رايې بیا شمېري

د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته درېیمه اوونۍ هم په تېرېدو ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سلګونو مرکزونو رايې بیا له سره شمېري. 

د دې کمیسیون چارواکي وايي د پنجشیر ولایت ټولې رايې له سره شمېرل کېږي، چې ټولې به د ۴۵۴ مرکزونو رايې له سره وشمېرل شي. 

د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، تر اوسه ورته د ۲۷ ولایتونو د شمېرل شویو رايو پانې او د بایومټریک دستګاوې را رسېدلې دي او په وینا يې نور د هوا د خرابۍ له امله لا هم نه دي را رسېدلي. 

هغه زیاته کړه: «هغه رايې چې اعتراضونه پرې کېږي یا يې ریزلټ شیټ خراب راغلی، بېرته له سره شمېرل کېږي.»

په ورته وخت کې ډاکټر غني هم پکتیکا ته د سفر پر مهال وویل، خلک یوازې پر بایومټریک رایو باور لري او له بایومټریک پرته رايې باید وسوځول شي. 

هغه وویل: «خلک هم دا غواړي، کومې رايې چې بایومټریک دي پاکې دي، کومې چې نه دي ناپاکې دي، هغه چې ناپاکې دي ډک صندوقونه يې وسوځئ»

ډاکټر غني پر ټاکنو خپلواک کمیسیون غږ وکړ چې د خلکو باور ته پام وکړي او زیاته يې کړه د همدې باور پر اساس په مخکې ولسمشریزې ټاکنې هم لرو. 

غني وویل: «مستقل کمیسیونو ته دوی [خلک] یو پیغام لري، ولس خپله ونډه ترسره کړه، تاسې خپل مسؤلیت او ونډه ترسره کړئ او دا زموږ او ستاسې ملي وجیبه ده، ځکه د دې انتخاباتو پر شفافیت باندې سبا باور مندېږي د ولسمشرۍ پر انتخاباتو باندې.» 

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي د ولسمشر د څرګندونو پر رد تبصره لري او وايي د دوی لپاره بایومټریک او د رایه ورکوونکو نوم‌لړ دواړه اساسي دي.

د دې کمیسیون غړې مرستیالې حمیرا حقمل وویل: «بایومټریک او لیست دواړه اساس ګڼل شوي، د دواړو پر اساس مخکې ځو، موږ ته اصل د ولسمشر هدایت نه دی، موږ ته اصل قانون او طرزالعملونه دي.»

په ورته وخت کې د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح او د هغه د دفتر رییس سلام رحیمي او د ولسمشر یو همکار ډاکټر فضل فضلي په ټاکنو کې پر لاسوهنه تورنوي.

هغه پخپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې کره خبر ورته رسېدلی چې د پورته دوو کسانو له ادرسه «د پارلماني ټاکنو ځینو نوماندانو ته تلیفون کېږي، ورته ویل کېږي چې اصلي پرېکړه موږ کوو، که غواړئ وکیلان شئ په وزیر اکبر خان کې زموږ دفتر ته مراجعه وکړئ.» خو  فضل فضلي هم پر خپله فیسبوک‌پاڼه دا څرګندونې رد کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په لومړۍ پرېکړه ټینګار کړی و، چې یوازې بایومټریک رايې به ورته د باور وړ وي، خو وروسته يې زیاته کړه د هغو مرکزونو رايې به هم باور پیدا کړي چې رايې د نوم‌لړ مطابق او د مرکز مشر او څارونکي يې تایید کړي. 

د ولسي جرګې ټاکنې چې د تلې میاشتې په وروستیو کې ترسره شوې، بایومټریک کول يې د سیاسي ګوندونو جدي غوښتنه وه، چې له همدې امله د شاوخوا ۱۸ میلیونه یورو پر ارزښت بایومټریک دستګاوې ورته وپېرل شوې. 

شریک یي کړئ