په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دفتر وایي د ټاکنیزو شکایتونو له څېړلو وروسته د دغه ولایت ۱۴۵۰۰ رایې باطلې شوې دي.
د دغه کمېسیون رییسه فرشته هشام وايي چې د دغو د باطلېدو له اعلان وروسته د هرات ولایت حوزې د پارلماني ټاکنو له نوملړ به د دوو نوماندانو نومونه به هم لیرې کړل شي.
په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمهییز دفتر رییسه فرشته هشام وايي:«موږ ځينې محلونه په بشپړه توګه باطل اعلان کړي چې کابو ۱۱ محلونه دي او د باطل شویو محلونو رایو شمېر ۲۰۳۹ رایو ته رسېږي او په هرات ښار کې په ټولیزه توګه ۱۴ زره او ۴۶۱ رایې باطل شوې دي»
په بیاشمېرل شویو صندقونو کې د رایو زیاتېدل، د بیا شمېرلو د تقلبي فورمو برابرېدل او په خیالي محلونو کې د رایو زیاتول د رایو د باطلېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمهییز دفتر کمېنشره فاطمه باقري څرګنده کړه:«زموږ د رایو د باطلېدو یو دلیل د کمېسیون د شمېرو په ډېټابس کې د رایو زیاتوالی، د بیا شمېرل تقلبي فورمونو جوړول، په محلونو کې درغلي، تخنیکي ستونزې او د خیالي محلونو شتون چې دا ټول تثبیت شول.»
د دغو رایو له باطلېدو وروسته دوه تنه هغه نوماندان چې د ولسي جرګې په لومړي نوملړ کې شامل و نومونه یې ترې لیرې شوي دي.
هرات کې د سیمهییز دفتر کمېنشر امیر محمد مظفر په دې اړه څرګنده کړه:«دوه کسان له نوملړه لیرې کړل شوي، نومونه یې نه اخلو، خو یوه مېرمن او بل سړی دی، دوی استیناف غوښتنه کړې ده او د مرکزي دفتر له خوا یې استیفاف غوښتنه منل کېږي.»
تیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دې کار هرکلی کوي.
هرات کې د تیفا سیمهییز دفتر مشر شیراحمد احمدیار په دې اړه څرګنده کړه:«موږ شاهد وو چې له بده مرغه چې پراخ او پلان شوې درغلۍ وشوې، له دې بحث او له دې رسېدنې سره فکر نه کوم دومره اغېزه ولري، کهڅه هم خپلې لومړنۍ اغېزې لري، خو د پام وړ اغېزې نه دي، چې بالاخره هغه باور چې خلکو په ټاکنیزو جوړښتونو درلود له منځه تللی دی.»
د هرات د ولسي جرګې ټاکنو د لومړني نوملړ له اعلانه کابو یوه میاشت تېرېږي چې د یو شمېر نوماندانو او خلکو له اعتراضونو سره مخامخ شو. اوس به ولیدل شي چې د هرات د ټاکنو په وروستي نوملړ کې به کوم کسان شامل شي او څومره د خلکو قناعت ترلاسه کولای شي.