Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار نن کې د ولسې جرګې ټاکنې پیل شوې

په کندهار ولایت کې له یوې اوونۍ ځنډ سره نن(شنبې د لړم په ۵مه نېټه) د ولسي جرګې ټاکنې پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره  اوونۍ د تلې په ۲۸مه نېټه ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې، او په کندهار کې د دې ولایت د امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د وژنې له کبله، ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې.

له کندهار نه د ولسې جرګې ټاکنو ته ۱۱۱ نوماندان سیالۍ ته ولاړ چې له دغې ډلې به  ۱۱ نوماندان  ولسې جرګې ته لاره پیدا کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د کندهار ټول اوسیدونکي کولای شي چې د رایې اچونې په ۱۷۲ مرکزونو کې خپله رایه وکاروي.

خو د کندهار په نیش او معروف ولسواليو کې د رايه ورکوونکو د نوم لیکنې د نه کیدو له کبله په دغو ولسوالیو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.

دغه ولایت کې د طلوع نیوز خبریال، شریف امیري وايي یو شمېر مرکزونو کې ټاکنې اند د دوو ساعتونو په توپیر پیل شوې.

دی د امنیتي سرچینو له قوله زیاتوي په پنځو ولسواليو کې لا هم دوولس ټاکنیزې حوزې د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي او په دوو ولسوالیو کې به ټاکنې نه ترسره کیږي.

ښاغلي امیري زیاتوي خلک په ډېرې خوښۍ د رایو صندوقونو پر لور ځي او په ډېرې خوښي خپله رایه کاروي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر ویلي دي چې که ټاکنې د مازدیګر تر څلور بجو پای ته ونه رسیږي نو د ماښام تر شپږو بجو ته به یې وخت وغځوي او که بیا هم د رایې ورکړې بهیر پای ته ونه رسیږي، نو سبا به هم یو شمېر مرکزونه د رایې ورکړې لپاره پرانیزي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر ویلي دي چې که ټاکنې د مازدیګر تر څلور بجو پای ته ونه رسیږي نو د ماښام تر شپږو بجو ته به یې وخت وغځوي او که بیا هم د رایې ورکړې بهیر پای ته ونه رسیږي، نو سبا به هم یو شمېر مرکزونه د رایې ورکړې لپاره پرانیزي

شریک یي کړئ