Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څارونکي: کمېسیون د رایو بیاشمېرنې بهیر کې لاسوهنه کوي

د ولسې جرګې د یو شمېر نوماندانو ناظرین وایي، په بدخشان کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر مسوولین د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې لاسوهنه کوي.

دوی زیاتوي، په دې بهیر کې پراخه درغلي روانه ده او پاکې رایې له ناپاکو هغو نه بېلېږي.

دوی زیاتوي، د بدخشان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر مسوولین د رایو په بیا شمېرنه کې درغلي کوي او د خپلې خوښې وړ نوماند رایو کې لاسوهنه کوي.

څارونکی، عبدالرسول وايي:«موږ له اوسنۍ بیا شمېرنې هېڅ خوښ نه یوو، ځکه چې کله چې رایې څلور وي، اته کېږي، او که لس وي نو سل کېږي. داسې سیستم دی چې لاسوهنه په کې کيږي، زما په آند دا بیا شمېرنه درغلیو ته لار هواروي. زه فکر کوم چې رییس هم په کې لاس لري.»

په بدخشان کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر مسوولین دا ادعاوې رد وي او وایي، د رایې اچونې د ۶۰ مرکزونو رایې بیا شمېرل شوي او اوس د ۲۰۰ محلونو د تفتیش او د رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل شوی دی.

په بدخشان کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس، روح الله موسوي وایي، د رایو بیا شمېرنه پر ټاکنو د څارونکي بنسټونو د ناظرینو او د نوماندانو د ناظرینو په حضور کې ترسره کېږي

ښاغلي موسوي زیاتوي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼښت لپاره د فیفا، تیفا او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ناظرین شته دي. هر محل کې د دې کسانو په شتون کې رایه شمېرل کېږي، هغه شمېر چې ثبتیږي، ریښتیني دي، او هغه شکایتونه چې شته قانوني نه دي.»

بل خوا په بدخشان کې د فیفا استازی وایي، دا بنسټ د رایو پر بیا شمېرنه جدي څارنه لري او تر دې دمه د رایو په بیا شمېرنه کې درغلۍ او لاسوهنې نه دي تر سترګو شوي

د فیفا مسوول، عبدالله حمید زاده وايي:«سله په سلو کې موږ درته وايوو، هغه څه چې زموږ په شتون کې کېږي او رایې شمېرل کېږي، موږ د پلان له مخې څارنه کوو.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او د یو شمېر نوماندانو ناظرین وایي، د نتایجو د جدول او د رایې اچونې د صندوقونو د رایو په شمېر کې توپیر، له ناامنو سیمو د رایې اچونې د صندوقونو ټولول، د نتایجو پر یو شمېر جدولونو د محل د رئیس د مهر او لاسلیک نشتون هغه موارد دي چې باید ورته پام وشي څو پاکې رایې له ناپاکو هغو بیلې شي.

د ولسې جرګې د یو شمېر نوماندانو ناظرین وایي، د رایو په بیا شمېرنه کې پراخه درغلي روانه ده او په دې درغلیو کې کمېسیون ښکيل بولي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه