Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل؛ د ټاکنو کمیسیون ولایتي نوي مشر استعفا وړاندې کړه

د ولسي جرګې ټاکنې تېره میاشت د (تلې ۲۹-۲۸) ترسره شوې، چې پکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر خپل کمزوري مدیریت اعتراف وکړ. 

دې کمیسیون د چارو د سمون په پلمه په کابل کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي مسوول اول الرحمن رودوال د ټاکنو په ورځو کې د کمزوري مدیریت له امله لرې کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په بلخ کې ولایتي مسوول ظاهر اکبري شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ښاغلي رودوال پر ځای وګماره، خو هغه لا د دندې میاشت هم پوره نه کړه، چې استعفا يې وړاندې کړه. 

هغه د خپلې استعفا دلیل په ټاکنیز بهیر کې د دې ولایتي دفتر چارې په فساد ککړې وبللې او په وینا يې د دې دومره فساد د پاکولو توان نه لري. 

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال سید ذبیح الله سادات بیا وايي، په اداري چارو کې د استعفا وړاندې کول معمولي خبره ده.

سادات وړاندې زیاته کړه: «هغه موارد چې ده [ظاهر اکبري] په استعفا کې وړاندې کړي دي، هغه به ټول بررسي کېږي، چې واقعیت او حقیقت معلوم شي.»

ښاغلي اکبري چې تر ګمارنې وړاندې يې ښاغلي سادات پر وړتیاوو اعتراف کړی و، ویلي، ډېر ژر به د ټاکنیز بهیر هغه درغلۍ چې د کابل ولایتي دفتر کې شوې دي، رسوا کړي. 

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء‌ پخوانی مشر داود علي نجفي هم ورته څرګندونې لري، هغه وايي د ټاکنو په اجراییه چارو کې د کمیسیون د غړو لاسوهنه د دې علت شوه، چې په کابل کې ټاکنې له بد وضعیت سره مخ شي. 

ښاغلي نجفي وړاندې وویل: «د کابل ټاکنې پر همدې مداخلو ناکامې شوې او هغه کارکوونکی چې وايي نه شم کولی شفافیت راولم، یا دا ستونزې حل کړم، یا د ده په اصطلاح دا چټلي پاکه کړم، هغه حق لري.»

هغه وړاندې زیاته کړه چې په دې برخه کې فساد دومره لوړ شوی، هغه څوک چې دوی پرې باور درلود، هغه پخپله وايي چې له پاکولو يې ناتوانه دی: «فساد دومره ډېر دی، چې پر هغه چا چې کمیسیون او کمیشنرانو يې باور درلود، را يې وست، چې د فساد په پټولو کې مرسته وکړي، هغه چې نه شوای کولی، نارې يې پورته شوې.»

د رڼو ټاکنو بنسټ اجرییه مشر نعیم ایوب‌زاده هم ورته څرګندونې لري، هغه وویل: «ستونزې شته، د ټاکنو بې نظمي ډېره وه، د مالکیت حس يې نه کاوه او په پای کې د رهبربي کمزوری مدیریت هغه درې ننګونې وې، چې د دې نفر د استعفا علت شوې.»

تر دې وړاندې هم د ټاکنو کمیسیون په کابل کې د ولایتي دفتر اوه کارکوونکي له دندو ګوښه کړل شول.

د ولسي جرګې له ټاکنو میاشت واوښته، خو وړمه ورځ د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ االله هاشمي وویل، د ټاکنو پایلې به تدریجي اعلان کړي او پيل به يې د لېندۍ له دویمه وکړل شي. 

شریک یي کړئ