Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ولسي جرګې معترض نوماندان د رایو باطلېدو غوښتونکي دي

ځينې هغو نوماندانو چې نومونه یې د کابل له حوزې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګټوونکو په نوملړ کې وو، د شنبې په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وړاندې په لاریون لاس پورې کړ.

دغو نوماندانو په لومړي سره کې له خپلو په سلګونو نوماندانو سره د کابل هوايي ډګر په سړک په یوه هوټل کې غونډه لرله چې وروسته بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په لور لاریون پيل کړ. هغوی د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو د باطلېدو غوښتوونکي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو له ترسراوي کابو له درې میاشتو وروسته، د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۴ مه) د کابل حوزې لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو د پایلو له مخې، د کابل له حوزې د ۹ مېرمنو په ګډون د ۳۳ تنو نومونه، د لومړینو پایلو د ګټوونکو په نوملړ کې وو. د ولسي جرګې ټاګنې چې د تلې په ۲۸ او ۲۹ نېټې ترسره شول، کابو ۸۰۰ تنو له کابل حوزې ځانونه نوماند کړي وو.

اوس ځينې هغه نوماندان چې نومونه یې د لومړنۍ پایلې د ګټوونکو په نوملړ کې نه دي، ادعا لري چې په دغو ټاکنو کې درغلۍ شوي.

دغه نوماندان له حکومته غواړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي ممنوع الخروج اعلان کړي او تر قانوني څار لاندې یې ونیسي.

معترض نوماند عرفان الله عرفان په دې اړه وویل:«د کابل ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان، د کابل د خلکو د منلو وړ ن دي او دا انتصابات وو چې د ټاکنو په کمېسیون کې د ډالرو په واسطه ترسره شو.»
  
دوی له دې ناستې وروسته د هوايي ډګر له څلور لارې د ټاکنیزو شکایتونو تر کمېسیون پورې د اعتراض په ډول ولاړل.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته نږدې زر شکایتونه ثبت کړي چې له څېړلو وروسته به یې حقیقي بریالي کسان مالوم شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وویل:«د رای ورکړې او رایو د بیاشمېرنې بهیر له بشپړې څېړنې او همدارنګه رارسېدلو شکایتونو له څېړنې وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل د ټاکنو برخلیک په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.»

له دې ټولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي د کابل حوزې په ټاکنو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه ردوي.

هغه وايي:«د دې پرځای چې شکایتونو له رسنیو سره مطرحه کړو او عمومي ذهنونه وځپو څو کمېسیون تر فشار لاندې راشي، غوره ده چې عدلي او قضايي بنسټونو ته معتبره اسناد ورکړل شي او له هغه ځایه د درغلیو ادعاګانې تعقیب شي.»

ټاکل شوې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر راتلوونکې یوې میاشتې ټاکنیز شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته نږدې زر شکایتونه ثبت کړي چې له څېړلو وروسته به یې حقیقي بریالي کسان مالوم شي.

شریک یي کړئ