ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ټاکل شوې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نويو غړو د غوراوي بهیر راتلوونکې اوونۍ کې پای ته ورسېږي او نوي کمېشنران به په خپلو کارونو پیل وکړي.
د ولسمشر ویاند هارون جخانسوري د شنبې په ورځ (د کب په ۴ مه) له غرمې وروسته کابل کې یوې خبري ناستې کې وویل چې تراوسه ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره ۸۴ تنو غوښتنلیکونه ورکړي. چې له دې ډلې د ۹ مېرمنو په ګډون ۶۹ تنه د سیاسي ګوندونو او ۱۵ تنه هم چې پنځه یې مېرمنې دي په ټاکنو پورې د اړوندو بنسټونو له خوا معرفي شوي دي.
د چخانسوري په وینا، ټاکل شوې چې د درې راتلوونکو ورځو په لړ کې، ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د سندونو د څېړنې بهیر به پای ته ورسېږي او وروسته به په داسې ټاکنو کې چې په هغه کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د رایې حق لري، رایه ورکړي او له دې ډلې یوازې ۱۴ تنه کولای شي چې د رایو له اکثریت سره د ټاکنیزو کمېسیونونو غړیتوب ترلاسه کړي.
دوه اوونۍ له هغې وروسته کله چې د ټاکنو په قانون کې تعدیل رامنځته شو ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي له دندو ګوښه او د مالي فساد او له واکه د ناوړې استفادې په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.
ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلوونکي کال د چنګاښ په ۲۹ ترسره شي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو له بدلون سره به د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي په مهالوېش کې به بدلون رامنځته نه شي.
د ولسمشر ویاند د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخه کې د سولې او د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسراوي په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل ټاکل شوې چې دا جرګه د کب میاشتې په پای کې ترسره شي، په دغې جرګه کې به د درې ورځو لپاره د افغانستان له ګوټ ګوټه کابو څلور زره استازي ګډون او د سولې په اړه به سلامشوره وکړي.