Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلام یفتلي د ټاکنیزو کمېسیونونو مرستیالان په فساد تورنوي

له بدخشانه ولسي جرګې ته نوماند اسلام یفتلي د ټاکنیزو کمېسیونونو مرستیالان پر مالي فساد تورن وي.

د بدخشان ولایت معترض نوماند اسلام یفتلي ادعا لري چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دوو غړو حمیرا حقمل او معاذاله دولتي د ټلېفوني پیغامونو په ورلېږلو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بریاليتوب په اړه هغه ته مبارکي ویلې خو د بریاليو نوماندانو په نوملړ کې یې نوم نشته.

هغه زیاتوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو دوو کمېشنرانو له هغه پیسې غوښتي خو کله یې چې د رد ځواب ورکړ، هغه یې ناکام اعلان کړ.

بدخشان کې معترض نوماند اسلام یفتلي په دې اړه وویل:«موږ دوی تر ښه ځایه تعقیب کړل، پرې مو نه ښودل چې جنایت وکړي په وړاندې یې ودرېدو، خو اوس یې ټولې وروستۍ پایلې لغوه اعلان کړي دي پر ځای یې لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.»

ښاغلی یفتلي یو غږیز پيغام چې د ټاکنو کمېسیون د یوه کمېشنر حفیظ الله هاشمي یې بولي له ځان سره لري او ادعا کوي چې له هغه يې پيسې غوښتې چې بریالی یې اعلان کړي. 

د تاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«تور دی بې بنسټ وايي که‎چېرې کوم څه لري عدلي او قضايي بنسټونو ته دې ولاړ شي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر عبدالبصیر فایز چې هغه هم د ښاغلي یفتلي لخوا له نوموړي د پیسو په غوښتلو تورن دی، خبرو ته حاضر نه‎شو، خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیاله یفتلي ته د تلېفوني پيغام لېږد تاییدوي او زیاتوي په وروستي وخت کې په دې پوه شول چې ښاغلي یفتلي په ټاکنو کې د ځان په ګټه درغلي کړې وې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل په دې اړه وویل:«هغه لاسوهنه چې شوې ده په پایلو کې وه او له نېکه مرغه د هغه عاملان هم وپېژندل شول، او تر یوه بریده مو تشخیص کړه چې د بدخشان ولایت د ولايتي کمېسیون دوه کمېشنران چې رییس او د دارالانشا امر وو، رسماً څارنوالۍ ته معرفي شول.» 

خو د بدخشان د ټاکنیزو شکایتونو د سیمه‎يیز دفتر رییس حمید سادات په دې اړه داسې وايي:«هره خرابي چې شوې په مرکزي دفتر کې شوې ده او دوی په دې بڼه غواړي چې خپله خرابي پر ولایتي دفتر پاکه کړي، زه د ټولو هغو سندونو ځواب ویوونکی یم چې له مرکزي کمېسیونه ولایتي کمېسیون ته راغلي دی.»

اوس ښاغلي یفتلي له عدلي او قضايي ادارو غواړي چې د هغه د دوسیې د څېړلو لپاره پلاوی وګماري.

شریک یي کړئ