Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغانستان کې د رڼو ټاکنو غوښتنه کوي

امریکا متحده  ایالات په افغانستان کې د ولسمشرۍ رڼو ټاکنو غوښتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره له افغان حکومته او په ټاکنو کې له ښکېلو بنسټونو د "رڼو او باوري" ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د چمتوالي غوښتتنه کړې.

اعلامیه زیاتوي چې" د افغانستان خلک چې د له ګواښ سره د خپل ژوند له مخامخ کولو په بیه د رایو صندوقونو ته ورځي او خپله رایه کاروي، د دې وړ دي چې پوه شي د دوی د رایو پایله د دوی غوښتنه منعکسه کوي. "

په اعلامیه کې راغلي دی چې واشنګټن تمه لري څو ښکېل بنسټونه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ټول امکانات وکاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو هم غوښتنه کړې تر څو هغې مقرره تر پښو لاندې نکړي چې لاسلیک کړې یې ده.

 امریکا همداراز د طالبانو په ګډون له ټولو خواوو غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو پر ورځ داسې فضا رامنځته کړي څو خلک په ډاډه زړه لیرې له ویرې د رایو صندوقونو ته ورشي او خپله رایه وکاروي.

د امریکا متحده ایالاتو په اعلامیه کې راغلي دی چې واشنګټن تمه لري څو ښکېل بنسټونه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ټول امکانات وکاروي.

شریک یي کړئ