له ټاکنو یوه ورځ وروسته په بامیان ولایت کې له بیلابیلو مرکزونو څخه د رایو یو شمیر صندقونه بامیان ښار ته رسېدلي دي.
د دې ولایت د ټاکنو سیمه ییز دفتر وايي په دې ولایت کې ۱۷۱ زره د رایو په شرایطو برابر کسان شته چې څه باندې ۸۳ زره تنو په دغه بهیر کې ګډون کړی او ۵۱ سلنه یې ښځې وې.
بامیانو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس، قاسم قسیم وايي:«د خلکو ګډوند ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو په ګډون چې کابو ۱۲۸ زره کسانو په کې ګډون کړی وو، خو سږ کال کابو شپېته تر پنځو شپېتو کسانو ګډون درلود، باید چې شمېر ډېر وی، خو نه وو.»
دا بنسټ وايي د رایو ډیری صندقونه به ډیر زر د بامیان ولایت مرکز ته ورسیږي.
د بامیانو ولایت اوسېدونکی، محمد رفیع څرګندوي:«داسې ټاکنې باید وي چې د خلکو رایه ارزښت ولري، داسې نه چې درغلي وشي.»
د بامیانو ولایت بل اوسېدونکی، محمد رضا زیاتوي:«د خلکو رایه باید په پام کې ونیول شي، هر څوک چې وړتیا لري او لیاقت لری باید خلک یې وټاکي او د ولسمشرۍ څوکۍ ته ولاړ شي.»
له بلې خوا په بامیان ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سیمه ایز دفتر وايي دغه بنسټ ته ډیری رسیدلي شکایتونه د بایومتریک دستګاوو د کار نه کولو او په نوملړ کې د رایه ورکونکو د نومونو د نشتوالي په اړه دي.
له بلې خوا له دایکندي څخه هم په رپوټونو کې ویل شوي د لومړنیو شمیرو له مخې څه د پاسه سل زره کسانو په دغو ټاکنو کې ګډون کړی خو د دې ولایت د ۵۰ مرکزونو د رایو شمېر تراوسه روښانه نه دی.