Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ ولایت کې د ۳۵ محلونو رایې بیا وشمېرل شوې

په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس وايي چې نن (یکشنبې د لړم په ۲۷مه) په دغه ولایت کې د ۳۵ محلونو د صندوقونو رایې بیا شمېرول شوې.

نوموړی ادعا لري چې دا بیاشمېرنه د نوماندانو د څارونکو له هغې ډلې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په حضور کې وشوه. 

بلخ کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر رییس وايي د رایو د بیا شمېرنې بهیر په سختو امنیتي تدابیرو کې پای ته ورسېد، دغه بهیر له دې مخکې دوه ځله د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لخوا درول شوی و.

بلخ کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر رییس محمد ایوب بیاني په دې اړه زیاته کړه:«ځينې ستونزې وې، د بېلګې په توګه زموږ په یوه محل کې، د یوه نوماند کابو ۲۶ رایې بل نوماند ته تللې وې، او په ځینو ځایونو کې، قلم وهل شوې نښې وې او په ځينو محلونو کې موږ پيدا کړې چې حتا تیکا کې لاسوهنه شوې وه، خو کچه یې په هغې اندازه نه وه چې ټاکنې اغېزمنې کړي.»

په بلخ کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر د مالوماتو له مخې د رایو د ۳۵ محلونو صندقونه چې کابو زر رایې په کې دي د ټاکنیز ډلو او د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو په وړاندې بیا وشمېرل شول.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د څارونکې کمېټې مسوول وايي چې هغوی د بیاشمېرلو پر مهال حضور نه درلود او دا بهیر د دغې ټاکنیزې ډلې له حضور پرته ترسره شوی دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د څارونکې کمېټې مسوول سید کبیر سادات په دې اړه زیاته کړه:«امنیتي ځواکونه یې راوستي وو او د کمېسیون د سیمه‎ييز دفتر شاوخوا یې کلابند کړې وه، او هېچا ته یې اجازه نه ورکوله چې کمېسیون ته نږدې شي، او موږ یې تر اتو بجو په تمه پرښودو چې کمېسیون کې څوک نشته، تاسې د ننوتو اجازه نه لرې، پرېږدئ چې رییس صاحب راشي، بیا موږ تاسو ته اجازه درکوو، خو کله چې زه کمېسیون ته ننوتم د هېڅ نوماند د هېڅ څېړونکي بنسټ استازي او څارونکي نه وو.»

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې د څارونکې کمېټې مسوول مسعود نوید هم وویل:«په بلخ کې د رایو بیا شمېرلو بهیر درېیم پړاو پيل شو، او هغه پیغام یې چې ماته په چټ ګړوپ کې اېښی و، اته بجې او یا هم پنځه کمې اته بجې بهیر پیل شو، د فیفا، تیفا، د نړیوالې ټولنې او د نوماندانو استازو دلته حضور درلود.»

په دې لړ کې بلخ کې د ټاکنیزو شکایتونو سیمه ییز مسوولین وايي ډېری هغه شکایتونه چې دوی ته رسېدلي د بایومېټریک رایو په اړه دي.

بلخ کې د ټاکنیزو شکایتونو د سیمه ییز دفتر د دارالانشا آمر عنایت الله نورزاد په دې اړه څرګنده کړه:«ډېری شکایتونه له بایو مېټریک و، چې ځينې وختونه د بایومېټریک دستګاه د رایې ورکوونکي د نوم په پېژندلو کې ستونزه لره. داسې کوم شکایت مو نه دی ثبت کړی چې کومه سرغړونه دې شوې وي.»

په بلخ ولایت کې د رایو د بیاشمېرنې بهیر په داسې حال کې پای ته ورسېد چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویان د رایو د بیا شمېرنې په اعتراض کې بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر په وړاندې راټول شوي وو.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د څارونکې کمېټې مسوول سید کبیر سادات ادعا لري چې دا بیاشمېرنه د نوماندانو د څارونکو له هغې ډلې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په حضور کې وشوه. 

شریک یي کړئ