Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'تر دوه ورځو به د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په هکله پرېکړه وشي'

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې د دغه کمېسیون غړو د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د برخلیک په اړه تفاهم کړی او تر راتلوونکو دوو ورځو به په دې اړه خپلې پرېکړې ډاګیزه کړي.

دغو ۳۰۰ زره رایو کې، د رایې ورکړې له ټاکل شوې مودې مخکې یا وروسته د ۱۰۲ زره رایې، د ۱۳۷ زره مشکوکې رایې، د رایې ورکړې د ۲۴۲۳ محلونو رایې چې بایومېټریکي اطلاعات نه لري او همداراز هغه محلونه چې په رایو کې یې له یوه تر پنځو رایو پورې توپير دی شاملېږي. 

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون غړٍي سید قطب الدین رویدار نن (شنبې، د سلواغې په ۱۲مه) طلوع نیوز ته په دې اړه وویل:«په ځینو موردونو کې زموږ بحثونه همغږي دي، قناعت لرو. ځينې موردونه ې باید مخکې ولاړ شي قناعت لرو، په ځینو موضوعګانو چې باید معلوم شي لکه هغه موضوعګانې چې موږ پرېکړه کوو حقوقي مباني او بشپړ سندونه ورته لرو.»

خو په دې کمېسیون کې سرچینې وايي چې د دغه کمېسیون د غړو پرېکړې وروستۍ شوي او یوازې پرې د غړو لاسلیک پاتې دی.

دغه سرچینې زیاتوي د دغو پرېکړو له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنو کمېسیون د دغو ۳۰۰ زره جنجالي رایو د باطلېدو او یا هم اعتبار ورکړلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه کېږي؛ بلکې د دغو رایو په اړه د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه د شویو پرېکړو په اړه ډېر وضاحت غوښتل کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي وايي:«داسې د نظر اختلاف نشته چې موږ په ټولیزه توګه پرې سلا شو، شونې ده چې استدلال وي او دا د قضیو د اړخونو د روښانتیا لپاره دی.»

له دې سره سم، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځينې پخواني غړي وايي چې، ښايي سیاسي فشارونه د ټاکنیزو کمېسیونونو پر پرېکړو اغېز وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي په دې اړه څرګندوي:«کمېشنران له هغو نوماندانو سره تړاو لري چې هغوی ته یې رایې ورکړي، له همدې امله تضاد شتون لري او نه شي کولای چې هوکړې ته ورسېږي؛ ځکه چې هر څوک هڅه کوي چې د خپل نوماند په ګټه پرېکړه وکړي.»

له بل لوري، په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وايي چې، واشنګټن په افغانستان کې له ټاکنو او ولسواکۍ د ملاتړ لپاره ۲۹ مېلیونه ډالره ورکړي دي.

په کابل کې دغه امریکایی چارواکی څرګندوي د دغو ټاکنو پایلې چې هر څه وي؛ هېواد یې ژمن دی چې له راتلونکي حکومت سره همکاري وکړي څو د دواړو هېوادونو تر منځ دغه همکارۍ لا پسې تل پاتې او غښتلې شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې، د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره شوې او تراوسه یې وروستۍ پایلې اعلان شوي نه دي او څرګنده هم نه ده چې کله به دغه پایلې اعلانېږي.

شریک یي کړئ