Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ثبات او همپالنه: د ۱۲ زره صندقونو رایې دې بیا وشمېرل شي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي چې د کابو ۱۲ زره صندقونو رایې دې بیا وشمېرل شي او د ټاکنو کمېسیون د درې سوه زره نورو رایو په اړه هم باید پرېکړه وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان د وخت په رانږدې کېدو سره پر هغه څه نیوکې زیاتېږي چې د درغلیو مخنیوي او د روڼتیا لپاره مبارزه بلل کېږي.

ورته ‎مهال ځينې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو پر بهیر د نړیوالو څارونکو د کم رنګې څارنې په اړه له اندېښنې سره وايي که‎ چېرې یونما د ټاکنو د روڼتیا د تامین لپاره له خپل قدرت څخه کار اخیتسی وای، اوس به د ټاکنو وضعیت ښه به و.

اخو په هغه لیک چې د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزو ډلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استولي وايي چې څه باندې ۱۳۷ زره قرنطین شوې رایې اعتبار نه‎لري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د تخنیکي برخې مسوول نور رحمان اخلاقي وايي:«دري سوه زره باطله رایي لاهم په چورلیز کې دي چې باید په اړه یې پرېکړه وشي، ۱۳۷ زره رایې چې بې مالوماته اعلان شوي دي، یو سل او دوه زره او په همدې شاوخوا کې دي له هغه وخته چې کمېسیون ته رسېدلي او دوی په دې څو ورځو کې له بده مرغه نه دي توانېدلي چې په اړه یې ژر پرېکړه وکړي او په دې اړه کړنلار واضیح ده او کابو اویا زره او یا په همدې کچه، د اسټنډرډ رعایت د تکراري عکس تشخیص او د عکس له مخکې عکس.»

له بلخوا یو شمېر نورې ټاکنیزې ډلې وايي د تلې د شپږمې په ټاکنو کې د نړیوالو څارونکو په تیره بیا یونما د څارنې کچه کمه وه.

ولسمشرۍ ته نوماند او د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د رسنیو برخې مسوول شهاب حکیمي څرګنده کړه:«که‎چېرې دوی واقعاً د یوه نړیوال بې پرې بنسټ په توګه له خپل څارنیز قوت څخه استفاده کړې وای، کولای شوای چې د ډېرو خبرو مخه ونیسي، خو اوس زه فکر کوم چې ډېره ناوخته ده.»

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي د رایو د بیا شمیرلو په بهیر کې باید د نړیوالو څارونکو رول پياوړی شي.

ښاغلي اخلاقي په دې اړه وویل:«هیله لرم چې د بیا شمېرنې په پړاو کې چې د ولایتونو په مرکزونو کې دي باید څارنه وشي.»

اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې بهیر کې د ټکنالوژۍ کارول د روڼتیا لپاره یوه بریا بولي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وویل:«د نوماندانو څارونکي هم باید خپل کار په خپل وخت ترسه کړي او د نورو د کار په وړاندې خنډ نه شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د لړم ۲۳مه نېټه د لومړنیو پایلو د اعلان ورځ ټاکلې چې تراوسه د هېواد په څه د پاسه دیرشو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر نه دی پیل شوی.

شریک یي کړئ