Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ثبات او هم‎پالنه: د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تقلبي رایو له مخې دي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو په غبرګون کې دا پایلې له تقلبي رایو راوتلې بللې دي.

دغې ټاکنیزې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې نن(یک شنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) د ټاکنو کمېسیون د اشرف غني په پلوی تورن کړی او زیاته کړې یې ده، کمېسیون پرته له دې چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي، د ټاکنو پایلې یې اعلان کړې دي.

ثبات او هپالنې ډلې همداراز ټینګار کړی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ده یې په قانوني ډول شکایتونه وڅېړي.

دغې ټاکنیز ډلې خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړی چې د دوی له پاکو رایو به دفاع وکړي. په هم دې حال کې د ټاکنو  خپلواک کمېسیون له نوماندانو هر ډول پلوي رد کړې ده او ویلي چې پایلې یې د خلکو د پاکو رایو له مخې اعلان کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن(یک‎شنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې له کابو دریوو میاشتو وروسته اعلان کړې.

د کمېسیون د شمېرو له مخې ولسمشر غني ۹۲۳۸۶۸رایو په ترلاسه کولو چې ۵۰،۶۴سلنه رایې خپلې کړې او لومړۍ ځای کې دی.

همداراز اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د نوملړ په دوهم ځای کې دی.

د ولسمشرۍ  ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې چې ۵۰.۶۸ سلنه کېږي، ترلاسه کړې دي

شریک یي کړئ