Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ثبات او هپالنه: نړیواله ټولنه دې د افغان ملت غږ وواري!

په کابل کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د دغې ډلې پلویانو یو ورځنی لاریون نن (جمعه د لیندۍ په ۸مه) له غرمې وروسته یوه نیمه بجه پای ته ورسېد.

دغې ټاکنیزې ډلې، د یوه شپږ ماده ییز پرېکړه لیک له اعلان سره پر خپلې پخوانۍ غوښتنې چې د ۳۰۰ زره نه بایومېټریک شوې رایو باطل اعلان ول دي ټینګار وکړ او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه یې وغوښتل چې له ځنډ پرته رایې باطلې اعلان کړي.

د دغې ډلې په پرېکړه لیک کې راغلي دي:«د ټاکنو کمېسیون باید ۳۰۰ زره نه بایومېټریک شوې او جعلي رایې له پېر بهر کړي او د ټاکنو په بهر کې خپله خپلواکي او بې پرې والی ثابت کړي. له هغې پرته، د سیاسي - ټاکنیز کړکېچ او د هغو د پایلو مسوولیت، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورګرځي.»

دغه ټاکنیزه ډله، له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د «افغان ملت» غږ واوري او پرې نه ږدي افغانستان «له ولسواکۍ پرته تیارو نظامونو ته»ستون شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ټینګار کوي چې دا ځل به په نظام کې ګډون ته غاړه کې نه ږدي.

لاریون کوونکو ګواښ کړی :«که چېرې د ټاکنو کمېسیون او اړوند بنسټونه، د ثبات او همپالنې او د افغانستان خلکو مشروع او قانوني غوښتونو ته ځواب ورنه کړي، هغوی به د خلکو د واقعي رایو لپاره به له ټولو مشروع، سوله‎ییزو او ولسوالو غوراویو لپاره کار واخلي.»

اصلي جنجال چې د ثبات او همپالنې او د دغې ټاکنیزې ډلې د پلویانو د لاریون لامل شوی، د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیاشمېرنې بهیر کې د ۳۰۰ زره نه بایومېټریک شویو رایو شاملېدل دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله ادعا لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بیا شمېرلو بهیر کې د دغو رایو له شاملولو سره د قانون پر خلاف کار کړی او د دغه کمېسیون د کار پایله نور مشروعیت نه لري.
لس ورځې مخکې د رایو بیاشمېرنې بهیر له بیا پیل سره هم مهاله د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو د هېواد په اوو ولایتونو کې د انتخاباتو کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او اجازه نه ورکوي چې په دغو ولایتونو کې د رایو بیاشمېلو بهیر پیل شي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شول. په دغو انتخاباتو کې د اوسني ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي و.

په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه څه باندې یو نیم مېلیون تنه بلل شوي او تراوسه حتا د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې هم نه دي اعلان شوي.

شریک یي کړئ