د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن ماښام (شنبې د لړم په ۱۱مه) د ثبت شویو رایو په اړه نوې شمېرې خپرې کړې - هغه شمېرې چې د دغه بنسټ په وینا د معتبرو او نامعتبرو رایو کچه روښانه کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تړوني شرکت درملوګ، د یو مېلیون او ۹۲۹ زره او ۳۳۳ رایو له ډلې یو مېلیون او ۸۴۳ زره او ۱۰۷ رایې معتبرې ګڼلې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوې شمېرې وړاندې کوي چې ددغه بنسټ په وینا د معتبرو او نامعتبرو رایو د لومړنیو پایلو کچه روښانه وي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی اورنګ زیب په دې اړه وویل:«۱۹ لک او ۲۹ زره او ۳۳۳ بایومېټریک مالومات لرو چې له هغې دلې ۱۸ لکه او ۴۳ زره او ۱۰۷ مالومات معتبر دي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا څه باندې ۸۶ زره نورې رایې غیرې معتبرې دي او د ټاکنو کمېسیون په مالوماني بانک کې ۱۳۷زره قرنطین شوې رایې باید په دې بهیر کې شاملې نه شي.
خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مالوماتي بانک کې د ثبت شویو رایو په اړه د درملوګ شرکت نوې شمېرې نه مني او وايي چې څه باندې ۱۳۷ زره رایې قرنطین شوې رایې باید په دغه بهیر کې شاملې نه شي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې څارونکی محمد یونس نو اندیش وویل:«د دغه نامسوولانه چلند پایله چې د خلکو له رایو سره کېږي، مسوولیت یې د هغو کسانو په غاړه دی چې د خپلې وظیفوي حساس مسوولیت ته په نه پاملرنې سره دا ډول یوه پرېکړه نیسي او دا ډول شمېرې اعلان وي.»
د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې څارونکی داوود سلطان زوی په دې اړه وايي:«هغه رپوټ چې درملوګ ورته استولی - کابو ۸۶ زره او څو سوه رایې - پر هغه باید خبرې وشي؛ یعنې تراوسه هم د رایو باطلېدل اعلان شوي نه دي.له دې امله مالومات بشپړ نه دي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې تر دوو نورو ورځو پورې به د رایو د بیا شمیرنې ټول وسیال ولایتونو ته ولېږل شي.