Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اتو ولایتونو د بایومېټریک دستګاوې له نوي پوستکالي سره سمبال شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه د اتو ولایتونو لپاره د رایې ورکوونکو د بایومېټریک پېژاند دستګاوو نوی پوستکالی چې کولای شي د رایې ورکولو په ورځ تکراري ګوتې په نښه کړي، نصب شوی دی.

 د انتخاباتو کمېسیون د ټکنالوژۍ برخې مسوولان وايي چې د دغه بنسټ ۳۰۰ کارکوونکي، د ورځې په دوه نوبتونو کې، دغه پوستکالي د بایومېټریک په دستګاوو کې نصبوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ټکنالوژۍ دغه مسوول د بایومېټریک د دغو دستګاوو په راښودلو سره وايي د رایو ورکوونکو د بایومتریک دستګاوې یوازې تکراري ګوتې مالوموي او د رایې ورکوونکي تکراري عکس، تذکره او همداراز تکراري سټیکرونه د کمېسیون له مرکزي سرور څخه باسي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا عمومي رییس حبیب الرحمان ننګ وویل:«وېپ‎پاڼه ورته د پرمختیا په حال کې ده. ورته جوړېږي. خو ګوندونو ته نه بلکې په خپله نوماندانو ته پسورډ ورکول کېږي، هغوی کولای شي چې ټولې هغه فورمې چې په انلاین توګه مرکز ته راځي وونیي او پرې څارنه وکړي.»

خو د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه کمشنر محمد عبدالله وویل درمالوک شرکت دوی ته ډاډ ورکړی هغه نوی پوستکالي (سافټ‎وېرونه) چې په بایومېټریک دستګاوو کې لګول کېږي د تکراري ګوتو او رایې ورکونکي د عکس د مالومولو توان به ولري.

په دې لړ کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د پوستکالو د نصب له څرنګوالي خبر نه لري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشيد څرګنده کړه:«له بده مرغه کمېسیون تر وروستۍ شېبې له دې موضوع تېښته وکړه، خو دا موکه یې لرله، کولای شول چې له دې ازمویښتنو وروسته، دوی خپله لایحه وروستۍ کړي او اوس هم هغه څه چې موږ یې کم لرو دا دي چې د بایومېټریک د استفادې لپاره مشخصه لایحه تعریف شوې نه ده.»

له دې سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د نوې تګلارې له مخې چې په اړه یې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو موافقه کړې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان کولای شي د انتخاباتو له ورځې وروسته د بایومېټریک دستګاوو د پایلو د لېږد څرنګوالی ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ