Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بیا شمېرل شویو رایو د پایلو اعلان پر سر د کمېسیون د سلامشورو دوام

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي چې د انتخاباتو کمېسیون مشرتابه، نن شپه (یکشنبې د لیندۍ په ۱۰مه) په ۲۷ ولایتونو کې د بیاشمېرل شویو رایو د اعلان پر څرنګوالي پرېکړه وشي.  

که څه هم له کابو ۸۳۰۰ محلونو په اوه ویشتو ولایتونو کې د کابو اوه زره محلونو رایې بیا شمېرل شوې دي خو په اوو نورو ولایتونو کې د ۱۳۴۷ محلونو د رایو بیا شمېرل تراوسه نه دي پيل شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریس وايي د دغه ریاست یوه تخنیکي ډله د یوه بشپړ رپوټ د چمتو کولو په حال کې ده او دغه رپوټ به د کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه زیاته کړه:«دوی پر یوه تفصلي رپوټ کار کوي. ټول موردونه چې رایې باطلېږي، هغه هم مشخص کېږي؛ یعنې پر یوه بشپړ رپوټ کار کوو او د کمېسیون د مېز پر سر اېښودل کېږي.»

ټاکل شوې وه کمېسیون د اوه ویشتو ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو پایلې د شنبې په ورځ اعلان کړي خو دا ژمنه عملي نه شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو شمېر پخواني چارواکي وايي د ټاکنو کمېسیون لومړی باید د رایو د بیا شمېرلو په اړه د خپلو ټاکنیزو شریکانو اندېښنې لیرې کړې وای او وروسته د رایو بیا شمېرل پيل کړي وای. 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس عبدالله احمدزی وايي:«له دې مخکې باید د ټاکنیزو شریکانو اندېښنې واورېدل شي او د هغه د حل لپاره کار وشي، د ټاکنو د پایلو اعلان کولای شي چې افغانستان د یوه کړکېچ په لور بوځي چې له هغه به بېرته راستنېدل ناشوني وي.»

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس محمد یوسف رشید هم څرګندوي:«هر ځواب چې د کړنلارو پر بنسټ شونی وي د څارونکو او مطبوعاتو په حضور کې وړاندې کړي، دا چې موږ درک کړو کمېسیون تخصصي او مسلکي چلند کوي.»

د ټاکنو کمیسیون باید د تلې په ۲۷ د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې وای خو له ټاکنو د دوو میاشتو په تېرېدو تراوسه هېڅ ډول پایلې نه دي اعلان شوي.

که څه هم د ۳۰۰ زره رایو پر سر له یو شمېر ټاکنیزو ډلو سره د کمېسیون جنجال تراوسه پای ته نه دی رسېدلی خو په کمېسیون کې ځینې سرچینې وايي ښایي دا کمېسیون په نږدې راتلونکي کې د اوه ویشتو ولایتونو د پایلو پر بنسټ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

شریک یي کړئ