Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جنجالي رایو د تفتیش بهیر بیا ځلې پیل شو

د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د یوې برخې د تفتیش بهیر بالاخره له درې ورځې ځنډ وروسته نن له غرمې وروسته (یکشنبې د سلواغې په ۲۷مه) بیا ځلې پیل شو.

دغه بهیر، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له هغې وروسته کله چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون څارونکو غونډه پرېښوده ودرول شو.

نن له سهاره له غرمې وروسته د ۳ بجو، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون درې استازي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له غړو سره کابل کې د انتخاباتو په مرکزي دفتر کې د تفتیش بهیر په اړه سره سلامشورې لرلې.

څو ساعته مخکې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې په څو ولایتونو کې له هغې ډلې په سرپل، کندهار، کابل، غزني او هلمند کې د رایو د بیاشمېرلو او تفتیش بهیر پای ته رسېدلی دی.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي چې رایو بیاشمېرلو او تفتیش بهیر په دغو ولایتونو کې د دغې ټاکنیزې ډلې او ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د څارونکو له حضوره پرته ترسره شوی او د منلو وړ نه دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي په یوې خبري ناسته کې چې نن له غرمې وروسته یې لرله په دې اړه ګواښ وکړ. که چېرې دغه بهیر همدا شان د هغه په وینا - له درغلیو ډک دوام پیدا کړي، هغوی به د ټاکنو له بهیره بهر شي او له هغې وروسته به له هر ممکن غوراوي کار واخلي.

هغه د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون تور پورې کړ چې هڅه کوي له یوې ټاکنیزې ډلې سره په همغږۍ د ټاکنو پایلې د تقلبي رایو پر بنسټ اعلان کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون تېره اوونۍ د جنجالي رایو د یوې برخې د ځانګړې څېړنې او تفتیش په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې چې کابو پنځه میاشتې مخکې ترسره شوې، تراوسه د هغه وروستۍ پایله اعلان شوې نه ده او روښانه هم نه ده چې کله به اعلان شي.

د لومړنیو پایلو د اعلان پربنسټ اشرف غني له پنځوس سلنې لږ ډېرې رایې ترلاسه کړي او عبدالله عبدلله هم څه باندې ۳۹ سلنه رایې خپلې کړې دي.

اوس د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې دغه پایلې د تقلبي رایو پر بنسټ اعلان شوي او که چېرې د پاکو رایو پر بنسټ وې، نو دغه ټاکنیزه ډله به د انتخاباتو ګټونکې وه.
 
شریک یي کړئ