Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنجالي رایو د یوې برخې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پای ته ورسېد

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۸مه) وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د جنجالي رایو د یوې برخې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پای ته ورسېد.

د غه کمېسیون په وینا، له ولایتونو مرکزي دفتر ته د تازه بیا شمېرل شویو رایو د پایلپاڼو له رارسېدو سره او د مرکزي بانک له معلوماتو سره د هغوی له پرتله کولو وروسته به د وروستیو پایو د اعلان لپاره د ټاکنو کمېسیون مشرتابه ته به وسپارل شي. 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ په دې اړه وویل:«کله چې تطبیقات پای ته ورسېږي، موږ د قانون پر بنسټ خپل رپوت د کمېسیون بورډ ته ورکوو او دا په بورډ پورې اړه لري چې څه پرېکړه کوي.»

له بلخوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړی په روانه اوونۍ کې د وروستیو پایلو د اعلانولو خبر ورکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی محمد حنیف دانشیار وايي:«ډاډ ورکولی شم، د درې تر څلورو ورځو په لړ کې موږ د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان وو.»

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د بیا شمېرلو بهیر د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د څارونکو په مخکې شوی خو په بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د شکایتونو د کمېسیون او د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې استازي حاضر نه وو.

په ننګرهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر مرستیال شفیع الله مطیعي په دې اړه څرګندوي:«د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون رسماً دلته حضور نه دی لرلی او دا د ټاکنو کمېسیون مسوولیت دی موږ مداخله نه کوو.»

په بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس حمید الله بلوچ هم وايي:«دلته د تیفا، فیفا، د بشري حقونو استازي او اجماع او یوناما څارونکو حضور درلود.»

له بلخوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه دا وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایي رییس یوسف رشید په ډاګه کوي:«د خپلواکۍ لپاره نه شي کېدای چې د څو کسانو او یا هم د کمېنشر په نامه کس یا بنسټ هر څه چې ووایوو دا وضعیت اندېښموونکی دی او ټاکنې ننګوي.»

د جنجالي رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د پرېکړې له مخې که ۶۵ سلنه دغه رایي د رڼو رایو معیار پوره کړي، ټولو جنجالي رایو ته به اعتبار ورکړل شي، اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د پلټنې په بهیر کې دا سلنه ۹۵ ته رسېدلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روانه اوونۍ کې د وروستیو پایلو د اعلانولو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ