Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رایو بیا شمېرلو بهیر د بشپړتیا لپاره د کمېسیون هڅې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو بهیر نه پېلېدل یوه کوچنۍ ستونزه ګڼي او وايي چې دا ستونزه به د هېواد د مشرانو له خوا حل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي که چېرې مشران دا ستونزه حل نه کړي د ټاکنو کمېسیون به د ټاکنو د پایلو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي مل په دې اړه وویل:«انشاالله د هېواد مشرانو لوی کارونه حل کړي دا موضوع ډېره کوچنۍ ده انشاالله دا حتماً حل وي، بیخي په ډاډ سره وایم که چېرې خدای مه کړه ونه شي کمېسیون به خپله پرېکړه وکړي.»

بلخوا د یو شمېر ټاکنیزو ډلو پلویان چې د رایو له بیا شمېرلو سره مخالف دي وايي چې امنیتي ځواکونو په بغلان ولایت کې د رایو بیاشمېرلو بهیر د پیل لپاره له زور کار اخیستی دی. خو دوی اجازه ورنه کړه چې په غه ولایت کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر پرانیزي.
ورته مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا وايي چې د ملي دفاع نوماند وزیر او د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې، د ټاکنو په بهر کې د امنیتي ځواکونو د مداخلې خبره کړې او باید په دې اړه څرګندونې ولري.

اخوا ځينې ټاکنیزې ډلې، کمېسیون د یوې ټاکنیزې ډلې پر پلوۍ او له قانونه پر سرغړونې تورن وي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د شورا ویاند شهاب حکیمي په دې اړه وویل:«که چېرې حکومت په داسې حال کې چې خلک مدني اعتراضونه لري، خبرې وي او حکم کوي چې له قهریه قوې استفاده وشي دا له قانونه سرغړونه او ستره تېروتنه ده.»

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون څرګندوي:«که چېرې کمېسیون په افغانستان کې د یوه کړکېچ مسوولیت منلو ته حاضر نه دی باید قانون ته راستون شي او د قانون په مطابق مخته ولاړ شي او د کمېسیون او دولت جوړونکې ډلې د دغو قانون ماتولو مخه دې ونیسي.»

اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي په ۲۷ ولایتونو کې یې د رایو بیا شمېرل پای ته رسولي خو تراوسه هم په پنجشـیر، فاریـاب، جوزجـان، ،بغلان سمنگان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي دفترونه تړلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس حبیب الرحمان ننګ په ډاګه کړه:«له ټولو رییسانو سره مو خبرې کړي هغوی ته مو ویلي چې امنیتي بنسټونه د خپلې خپلواکۍ له ساتلو سره د ټاکنو له بهیره ملاتړ وکړي او ټول ولایتونه چې پاتې دي هلته بیاشمېرنه پيلېږي.»

څارونکي بنسټونه او ټاکنیزې ډلې، د ټاکنو خپلوک کمېسیون له یوې ټاکنیزې ډلې په ملاتړ او له قوانینو په سرغړونې تورنوي.

د فیفا اجراییه رییس نعیم ایوب زاده په دې اړه وویل:«هېڅ ډول زور حقوقي ځای نه لري، زور نه شي کولای د بهیر روڼتیا تامین کړي او ټاکنو ته مشروعیت ورکړي، که چېرې کمېسیون دغه کار ته دوام ورکړي په حقیقت کې دا ټاکنې نه دي بلکې د هغه نظام په لور ځو چې د ډيموکراتیکو ارزښتونو په وړاندې دي.»

یو شمېر ټاکنیزې ډلې د هغو کابو ۳۰۰ زره رایو پر باطلدو ټینګار لري چې د دوی په وینا تقلبي دي، له همدې امله د رایو له بیا شمېرلو سره مخالف دي.

د ولسمشرۍ انتخاباتو د مهال وطش له مخې ټاکل شوې وه د دغو انتخاباتو پایلې د تلې په ۲۷ نېټه اعلان شي خو د ټاکنو کمېسیون د لړم ۲۳ د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره ټاکلې وه، اوس روښانه نه ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو بندون به څه ډول مات شي او پایلې به څه وخت اعلان شي.

شریک یي کړئ