Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شکایتونو کمېسیون: نېږدې لس زره شکایتونه رد شوي دي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره، زهره بیان شینوارې نن(سې شنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل چې د ټاکنیزو ډلو لخوا د ولسمشرۍ لومړنیو پایلو اعلان په تړاو د ثبت شویو شکایتونو له ډلې نېږدې لس زره یې رد شوي دي.

هغې زیاته کړه د ۱۵ورځو قانوني موده کې د یاد کمېسیون ولایتي دفترونو دې ۱۶۵۴۵ شکایتونه ترلاسه کړي دي چې له ډلې یې ۹۸۶۶یې د کافي دلایلو او اسنادو نشتوالي له کبله رد شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۰۹ د رایې ورکړې محلونو د ابطال، د ۷۵کسانو نغدي جریمه کول او د کمېسیون د هغو ۷۱کارکوونکو له ګوښه کولو خبر ورکوي چې په درغلیو کې یې ونډه درلوده.

د قانون له مخې ټاکنیزې دلې درې ورځې مهلت لري، څو د کمېسیون د پرېکړې په تړاو استیناف غوښتنه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مشرې په خبره ۱۸ شکایتونه اصلاحي پړاو ته تللي او د ۵۳۱۶ محلونو رایې به بیا وشمېرل شي

شریک یي کړئ