Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایوشمېر کې د پوره دقت غوښتنه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوی، دې هېواد کې د ولسواکۍ پخېدو برخه کې یو بل ګام بولي.

دغه بنسټ چهارشنبې(د تلې په ۱۰مه نېټه) یوې اعلامیې کې ویلي، د ټاکنو د ترسراوي هرکلی کوي، خو ټاکنیز کمېسیونونه باید رایو شمېر کې پام وړ دقت وکړي.

اعلامیه کې زیاته شوې، د امنیت شورا غړي له ټولو لوریو غوښتنو کوي، چې بې پرې او عادلانه پرېکړه دې وکړي.

د ویناپاڼې یوه بله برخه کې له ټولو نوماندانو غوښتنه شوي چې د ټاکنو کمېسیون اصولو ته دې درناوی وکړي او له وخت مخکې پایلو په اړه دې له څرګندونو ډډه وکړي.
 
اعلامیه کې راغلي:«د امنیت شورا ټول غړي د افغانستان له ټولو ټاکنیزو بنسټونو، لکه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیونه غواړي چې د افغانستان د خلکو د رایو د شمېرلو لپاره دې له پوره دقته کار واخلي په منصفانه، ټول شموله او رڼه توګه دې دا بهیر مخې ته یوسي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ شمېرې نشر کړې. د دغو شمېرو له مخې د ټاکنو لپاره له نهو میلیونو زیاتو کسانو نوملیکنه کړې وه، خو له دوه نیم میلیونو کمو کسانو رایه کارولې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په بله برخه کې له ټولو نوماندانو غوښتل شوي دي چې د ټاکنو کمېسیون قوانین دې مراعات  او پر یو بل دې تورونه نه لګوي، هم زیاته کړې یې ده چې هر نوماند دې مخکې له مخکې د پایلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړي.

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یو شمېر نوماندانو لخوا د ټاکنو پایلو په تړاو څرګندونې ټاکنیز تخطۍ بولي. دا په داسې حال کې ده چې له ټاکنو وروسته یو شمېر نوماندانو وویل چې لومړنۍ پایلې یې ډله بریالۍ ښیې.

دا بنسټ وايي چې د ټاکنو پایلو په تړاو د نوماندانو خبرې خلک د ټاکنو پر کمېسیون بې باوره کوي، او کمېسیون به د رایو له شمېرلو وروسته بریالی نوماند اعلان کړي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزو ډلو اعلان کړی چې د ټاکنو د لومړیو پایلو له مخې یې ډله بریالۍ ده.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو لومړۍ پایلې هم په رسمي توګه نه دي اعلان کړي.

د ټاکنو د ګډون لپاره له نهو میلیونو زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې وه، خو یوازې له دوه نیم میلیونو زیاتو کسانو په ټاکنو کې رایه ورکړه

شریک یي کړئ