Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د نوماندانو سندونه له ټاکلو معیارونو سره برابر نه دي"

پر ټاکنو څارونکې بنسټونه وايي چې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو سندونه له هغو معیارونه سره چې ټاکل شوي برابر نه دي.

دغه بنسټونه وايي چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو سل زره پېژندپاڼې چمتو کړې نه دي او همدارنګه د پلویانو د ګوتو نښې جعلي دي.

پر ټاکنو څاروني بنسټونه وايي چې ټاکنیزو کمېسیونونو دا سندونه په پټه څېړلې دي او ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو نوملړ یې اعلان کړی دی.

په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ته نوماندان باید د افغانستان تابعیت ولري، سل زره پېژندپاڼې او د دې پېژندپاڼو د خاوندانو لاس‌لیکونه ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري، خو پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، ولسمشرۍ ته نوماندانو هېڅ یو یې دا سندونه په بشپړ او قانوني ډول کمېسیون ته نه دي سپارلي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید وویل:«هغه سندونه چې باید له څو ولایتونو وو او هلته د سلو زرو رایه ورکوونکو کسانو د ګوتو چاپ کمېسیون ته ورکړل شوی وای، دا اصلاً څېړل شوی نه دی، موږ داسې مالومات په واک کې لرو، ځينې نوماندانې چې په پارلماني ټاکنو کې ناکام شوي په مجازي پاڼو کې پرېکړه کړې چې ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړي او هغه نوماندان چې په هغه ګروپ کې وو پېژندپاڼې غونډې کړې او ښکاري چې د ګوتو د چاپ هېڅ مطرح نه دی.»

پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، مخکني او اوسني کمېسیون د نوماندانو وروستي نوم‌لړونه د سیاسي مصلحتونو له مخې اعلان کړي دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس نعیم ایوب‌زاده په دې اړه څرګنده کړه:«پروسه په پټه ترسره شوه سیاسي مصلحت وو هغه رپوټونه چې موږ ته رارسېدلي په غیرمستقیمه توګه د تذکرو د تطبیق بهیر، لاسلیک او د تابعیت مسایل ستونزې لرلې او کمېسیون د پړاوونو له کچ کولو پرته چې باید د کړنلارې په سمون کې په مخ تلل د نوماندانو په اړه پرېکړه وکړه.»

څارونکي بنسټونه ان د ټاکنو کمېسیون ته د پېژندپاڼو وړاندې کول هم د پوښتنې وړ بولي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په اړه دوی ته هېڅ شکایت نه دی شوی او ټاکنو کمېسیون هم پر قانوني څېړنو ټینګار کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي:«ټوې هغه موضوعګانې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کړنلارې په مطابق چې ارزونې او څېړنې ترسره شوې حتماً کوم تود بحث او کومه مشخصه موضوع نه وه چې په علني توګه د خلکو د ادعاګانو په اړه وړاندې کړل شي.»

د ولسمشر غني او اجراییه ريیس عبدالله په ګډون د تلې میاشتې د شپږمې نېټې ټاکنو ته اتلس تنو ځانونه نوماند کړي دي. ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکوونکو شمېر نږدې نهه مېلیونه اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ