Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوماندانو شورا غني او عبدالله په پراخو درغلیو تورن کړل

ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا سې‎شنبې(د تلې په ۲۳مه نېټه) محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله  یې د ولسمریزو ټاکنو بهیر کې په پراخو درغلیو تورن کړل.

د نوماندانو شورا غړو زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې  سپينې رايي له تورو بيلې کړي.  دوی زیاتي چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو خپل ځانونه بریالي اعلان کړي دي، او هڅه کوي چې په درغلیو سره یو ځل بیا پر خلکو حکومت وکړي.  

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په خبري ناسته کې خبرداری ورکوي له سمو رایو د ناسمو له بیلولو مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو پر اعلان هر ډول ټینګار به هیواد له کړکیچ سره مخامخ کړي.

ولسمشرۍ ته نوماند، رحمت الله نبیل وايي:«حاکمه ډله هڅه کوي چې د سترې محکمې په استفادې سره د غیربایومټریک رایوموضوع دغه محکمې ته ارجاع کړي دا به لوبه جفا وي. خلک چې پر قضایه قوې لږ یا ډېر باور لري، هغه به هم صفر کړي.»

ولسمشرۍ ته نوماند، عنایت الله حفیظ څرګندوي:«درې ځله ټاکنې وشوې چې دا نوماندان یې له ستونزو سره مخامخ کوي او دا له پوښتنې سره مخامخ کوي، نو له دې نور بد نه پیدا کېږي.»

دغه نوماندان وايي هیڅوک حق نه لري چې په تقلبي رایو سره ځان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي.

ولسمشرۍ ته نوماند، احمد ولي مسعود داسې وايي:«په وار وار مو نړېوالې ټولنې ته مراجعه کړې، بې  ځوابه پاتې یوو، په وار وار مو پوښتنه کړې چې تاسې د ټاکنو د رڼښت تضمین کوئ؟ دوی ویلي چې نشو یې کولی دا د افغانانو کار دی.»

د نوماندانو شورا د یو شمیر نوماندانو په تیره بیا د ملي یووالي حکومت لخوا د درغلیو د تورونو د مستند کولو لپاره د هڅو خبر ورکوي او وايي دا شورا به د ملګروملتو امنیت شورا ته هم په دې اړه لیک ولیږي.

ولسمشرۍ ته نوماند، شهاب حکیمي زیاتوي:« د ټاکنو کمېسیون دارالانشاء زموږ نظر لاندې ده، موږ هغوی ته اجازه نه ورکوو چې تخلف وکړي، هر څوک چې وغواړي تخلف او تقلب وکړي، ځای به یې زندان وي.»

د دې شورا غړي وايي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مالوماتي بانګ ته د کابو یو میلیون تقلبي رایو د لیږد مخنیوی کوي.

دوی ټاکنیزو کمیسیونونو ته لیک لیږلی او ترې غوښتي يې دي چې د رایو د مرکزونو، د رایه ورکونکو د شمېر، د بایومتریک دستګاوو او د رایو د ثبتولو د څرنګوالي په اړه خلکو ته کره مالومات ورکړي.

د نوماندانو شورا وايي د درغلیو د تورونو د مستند کولو لپاره هڅه کوي او په اړه به یې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته هم په دې اړه لیک ولیږي.

شریک یي کړئ