Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هغو محلونو شمېر چې رایې بیا شمېرلو ته اړتیا لري ۲۹۲۸ ته ورسېد

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي وايي چې د هغو محلونو شمېر چې رایې یې بیا شمېرلو ته اړتیا لري ۲۹۲۸ ته لوړ شوی دی.

له دې ډلې، ننګرهار کې د یو زر او ۵۸۰ محلونو، کونړ کې د ۲۴۸ محلونو، پکتیا کې د ۳۸۶ محلونو، نیمروز کې د ۱۷۷ محلونو او هلمند کې د څه باندې ۱۵۰ محلونو رایې بیا شمېرلو ته اړتیا لري.

ښاغلي الیاسي نن یکشنبې (د مرغومې په ۲۲مه) په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«د ټاکنو کمېسیون له موږ غوښتي د دې لپاره چې هوا ښه نه ده، د امنیتي مسایلو په پار، د دې لپاره کوم شمېر کارکوونکو ته اړتیا ده، د دې لپاره چې بار کوډ کمپیوټر ته هم په ځي وویل که چېرې تاسې په یو ه وار له موږ سره شریک کړئ ښه ده چې ولایت په ولایت وي، طبیعتاً یک وخت نیوونکې ده.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنو کمېسیون ولایتي دفترونو په شلو ولایتونو کې شکایت کوونکو ته خپلې پرېکړې اورولي او ورسره جوخت، په نهو ولایتونو کې ځينو شکایت کوونکو د ولایتي دفترونو د دغو پرېکړو پر وړاندې د استېناف غوښتنه کړې ده.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول اجمل هوډمل زیاتوي:«ټاکنو کمېسیون د یوې پرېکړې پر بنسټ د ۱۰۴ زره محلونو رایې بیا شمېرلو ته واستولې او بیا شمېرنه وشوه او بیا کومه بله بیا شمېرنه مفهوم نه لري، او له قانوني پلوه د کړنلاې پر بنسټ د پوښتنې وړ ده او موږ ته د منلو نه ده.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د څارونکو مسوول محمد یونس نو اندېش هم څرګندوي:«په هغه صورت کې چې پاکې رایې له ناپاکو هغو جلا شي، دقیق او د کړنلارې پر بنسټ قانوني چلند وشي له شک پرته په پایلو کې بدلون راځي. »

ټاکل شوې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون ټول ولایتي دفترونه د دوشنبې په ورځ خپلې پرېکړې وروستۍ کړي او تر هغې وروسته تر راتلونکو ۲۴ ورځو پورې ټول ټاکنیز شکایتونه به وڅېړل شي. څو د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو برخلیک د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري روښانه شي.

کمیسیون رسیده‌گی به شکایت‌های انتخاباتی، می‌گوید که پس از ابلاغ فیصله‌های کمیسیون‌های ولایتی تاکنون ۳۸۱ اعتراض دربارۀ این فیصله‌ها ثبت شده‌اند.

شریک یي کړئ