Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ټاکنو د قسمي او لومړنیو پایلې د اعلان شونتیا

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان غوراوی پرخپل مېز لري او شونې ده چې سبا دغه پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی وايي چې د ټاکنو بهیر په یوه استثنايي حالت کې دی او دا کمېسیون باید د دغو ټاکنو د پایلو په اړه پرېکړه وکړي.

ورته مهال د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې ګواښ کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د اختلافونو له حل مخکې د دغو ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.

د ټاکنو خپلواک وايي د رایو د بیا شمېرلو د پایلو په اړه ټول تخنیکي کارونه بشپړ شوي او اوس به دا کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د قسمي او لومړنیو پایلو د اعلان د ټولو لارو په اړه تصمیم ونیسي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی اورنګ زیب وايي:«کره وخت یې درته ویلی نه شم چې نن اعلانېږي او که سبا خو موږ لومړنۍ پایلې اعلان وو.»

له بلخوا د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې وايي د ټاکنو کمېسیون باید د کابو ۳۰۰ زره رایو پر سر چې د دوی په وینا تقلبي دي اختلافات حل او وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې د څارونکو مسوول همایون جریر وویل:«د ستونزې حل پرته او له دې پرته چې د معترضو ډلو رضایت یې اخیستی وي، پایلې اعلان کړي هېواد د کړکېچ په لور ځي موږ په هېځ ډول دغه پایلې نه منو او په وړاندې یې درېږو.»

ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د لړم په ۲۳ نېټه اعلان شي خو اوس چې له ټاکنو دوه نیمې میاشتې تېرې شوې دغه پایلې د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د مخالفت له امله نه دي اعلان شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه