د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د راتلوونکو ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو بودیجه ۱۳۲ مېلیون ډالرو ته راکمه شوه.
له دې مخکې د دغو ټاکنو د ترسراوي لپاره ۲۰۷ مېلیون ډالر په پام کې نیول شوي وو او مالیې وزارت هم تایید کړې وه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی محمد عبدالله وايي چې د رای ورکولو د مرکزونو کموالی، او د ټاکنو کمېسیون له بودیجې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د بودیجې بېلوالی او همدارنګه د رای ورکولو په ورځ د بایومېټریک دستګاوو د بودیجې بهر کول، د دغو ټاکنو د ترسره کېدو د بودیجې د کموالي لاملونه دي.
ټاکل شوې ده چې دغه درې واړه ټاکنې، د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.
ښاغلی عبدالله وايي چې د بودیجې کموالی به د ټاکنو پر عملیاتي پروګرام منفي اغېزې ونهلري.
د هغه په وینا، د راتلوونکو ټاکنو د ترسراوي ۱۳۲ مېلیون ډالرو بودیجې څخه ۲۰ سلنه، د ټاکنو کمېسیون په کارونو کې لګول شوي دي.