Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر پر اوږېدو د هېوادوالو نیوکې

ځينې هېوادوالو د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر پر اوږېدو په اعتراض کې نن (جمعه د سلواغې په ۱۸مه) کابل کې یوه اعتراضي غونډه جوړه کړه.

دغه هېوادوال وايي چې د ټاکنو بهیر له اوږدېدو او د ټاکنو پایلو د اعلان د کره نېټې نه معلومېدو امنیتي او سیاسي وضعیت یې مبهم کړی دی.

یو له دغو اعتراض کوونکو عطا الحق وايي:«که چېرې د ټاکنو کمېسیون که چېرې پایلې اعلان نه کړي موږ او تاسې اړ باسي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازو ته خپل غږ پورته کړو.»

معترض فراه الدین هم څرګندوي:«موږ د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې له کمېسیون غوښتنه لرو او پرې غږ کوو چې ژر تر ژره دې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې وڅېړې او پایله له کمېسیون سره شریکه کړي.» 

ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې. تراوسه چې کابو څلور نیمې میاشتې کېږي، د دغو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې نه دي او لا هم معلومه نه ده چې څه وخت به اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د مرغومې په لومړنۍ نېټه اعلان شوې او له هغې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون خپل کار د ۱۶۴۰۰ زره شکایتونو چې د دغو ټاکنو په اړه شوي پيل کړ.

یله یوې نیمې میاشتې وروسته، اوس چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون کار پای ته رسېدلی.

د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمېسیون درې ورځې مخکې د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه پرېکړه وکړه او وې ویل چې د د غو جنجالي رایو یوه برخه باید وڅېړل شي.

خو نن دغه کمېسیون وویل تراوسه روښانه ده چې د دغو رایو د ځانګړې څېړنې لپاره نمونه واخلي.

د دغه کمېسیون منشي په دې اړه وویل د دغو رایو او د رایو ورکولو د محلونو د معیاري بېلګې اخیستو  لپاره کار دوام لري، او د خپلواکه کمېسیون پایلې او نیچه به ډېر ژر کمېسیون ته وسپارل شي.

سره له دې چې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مشکوکو ۱۳۷ زره رایو د لس سلنې د ځانګړې ارزونې او د ټاکنو د ورځې له ټاکل شوې مودې مخکې او یا هم وروسته د ۱۰۲ زره رایو د ۱۵ سلنې د ارزونې پرېکړې کړي؛ خو د دغه کمېسیون دارالانشا وايي چې، لا تر اوسه له دغو رایو د نمونې اخیستنې د څرنګوالي په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست وايي:«د تجزیې او شننې کمېټې خپل لومړني کارونه پيل کړي او د دارالانشا ریاست په ټول هېواد کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د پرېکړې پربنسټ ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د تفتیش او بیا شمېرنې لپاره چمتو دی.»

له دې سره سم، ځینې ټاکنیزې ډلې او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې، ټاکنیزو کمېسیونونو د ټاکنو بهیر یې لاپسې پېچلی کړی دی.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی محمد ناطقي زیاتوي:«په ټول کې زموږ کمېسیونونه ضعیفه دي؛ په دې کې شک نشته چې دوی ډېر اماتور دي، ډېر ابتدايي دي او کمزوري دي. په خپله هم وايي چې کمزوري دي.»

د ټیفا ویاند احمد زبیر حبیب زاده وايي:«ډېره یوه ګونګه پرېکړه وه او د ټاکنو بهیر په اوردېدو اغېزه کوي او کولای شو چې قناعت ترلاسه کړو.»

خو د اشرف غني ټاکنیزه ډله، وايي چې ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی لري.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې ویاند سید باقر کاظمي وویل :«د ټاکنو خپلواک کمېسیونه زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو هڅو پایلې دې ډېر ژر د افغانستان خلکو ته ورسوي او څېړنې پيل شي.»

د افغانستان د پارلمان ټاکنو پایلې هم چې تېر کال ترسره شوې، له شپږمیاشتو وروسته اعلان شوې.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې. تراوسه چې کابو څلور نیمې میاشتې کېږي.

شریک یي کړئ