Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ټاکنو د منډو ترړو درېیمه ورځ، خو د سیالۍ ډګر سوړ دی

د ولسمشرۍ ټاکنو د منډو ترړو په درېیمه ورځ، بیا هم هېڅ نوماند د ټاکنیزو سیالیو مراسم ترسره نه کړل.

د ولسمشرۍ ټاکنو ځينې نوماندان وايي چې د سولې خبرې اترې، د ناامنیو زیاتوالی او د ملي یووالي حکومت د مشرانو چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان هم دي، له دولتي امکاناتو ناوړه استفادې هغه علتونه دي چې دغه سیالۍ یې کمرنګه کړې دي.  

د ۲۰۱۴ زکال د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین لومړۍ اوونۍ انځورونه ښيي چې د نوماندانو ترمنځ د سیالۍ ډګر څومره تود وو، خو د ولسمشر په دې ځل ټاکنو کې کمپاینونه بازار هومره تود نه دی.

د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ یوازې اشر غني، عبدالله عبدالله او عنایت‎الله حفیظ خپل ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړل.

د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان د سولې د خبرو او ټاکنو په اړه د نړیوالې ټولنې په ګونګ دریځ نیوکه کوي، خو یو شمېر نور مسایل هم شته چې دا ځل یې کمپاینونه بې خونده کړي دي.

ولسمشرۍ ته نوماند شیدا محمد ابدالي وايي:«د ټاکنیزو کمپاینونو لومړۍ ورځ مو باید لمانځلې وای، ځکه چې هغه ورځ ده چې ټاکنو ته چمتووالی نیسي. باید د نوماندانو او خلکو ترمنځ باید جشن او خوشحالي وای، خو له بده مرغه هغه چاپېریال چې د جشن لپاره مو برابر کړی وای، برابر نه کړاو د هغه مسوولیت د حکومت په غاړی دی.»

یو شمېر ټاکنیزې ډلې وايي، خپل کمپاینونه یې پیل کړي دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د ټاکنیزې ډلې غړی همایون جریر څرګنده کړه:«ښايي چې د کمپاینونو د پیکه‎والي یو لامل دا وي، چې تر اوسه هم ځينې ډلې سولې ته په تمه دي او سوله هغوی ته د ټاکنو په پرتله لومړیتوب لري او دویم دلیل دا دی چې ډېری ډلې په دې باور دي چې ناوړه استفاده شوې او هغوی رڼې ټاکنې غواړي چې تراوسه د حکومت او ټاکنو کمېسیون لخوا ورته ضمانت نه دی ورکړل شوی.»

پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا وايي، دا چې ولسمشر او اجراییه ريیس دې ټاکنو کې نوماندان دي، د نورو نوماندانو زړونه یې وهلي دي.

د ټیفا مسوول نعیم ‌ایوب‌زاده په ډاګه کړه:«د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا چې یوولس نوماندان یې غړي دي اعلان کړی چې تر پنجشنبې یې خپل ټاکنیزې منډې ترړې ځنډولې دي څو ولسمشر د ټاکنو د روڼتیا او عادلانه والي په اړه ځواب ورکړي.»

شریک یي کړئ